نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

پر غزه د اسراییلو برید؛ پر یوه روغتون شوي بمبار کې په سلګونو کسان وژل شوي

د غزې پر الاهلي روغتون برید کې سلګونه کسان وژل شوي او دې پېښې نړیوال غبرګونونه راپارولي

نړیوالو دا پېښه غندلي او دا یې بشري جنایت بللی، خو اسراییل وايي، دا برید دوی نه دی کړی، خو حماس بیا وايي چې اسراییلو یاد روغتون بمبار کړی دی او ملکي خلکو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولي ده.

نور ولولئ: غزه کې د جګړې له پیله تراوسه ۱۵خبریالان وژل شوي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د سفیر مرستیال د سې شنبې په ورځ وویل چې د غزې په الاهلي روغتون باندې د اسراییل له برید وروسته روسیې او عربي متحده اماراتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې. د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې په دغه برید کې تر ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د امنیت شورا د بېړنۍ ناستې غوښتنه

په ملګرو ملتونو کې د روسيې د سفير مرستيال ديميتري پولينسکي ويلي، چې روسيې او عربي متحده اماراتو د چهارشنبې په ورځ (تلې ۲۶مه) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دې بېړنۍ غونډې د جوړولو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د چهارشنبې په ورځ د اسراییل او حماس جګړې په اړه د برازیل وړاندیز شوې پرېکړه لیک ته رایه ورکړي. د دغه پریکړه لیک مسوده د شخړو د بشري پایښت او د غزې تړانګې ته د بشري لاسرسي احتمال غوښتنه کوي.

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ دواړو لوریو د اروبند راپورونه رد کړل

د غزې په تړانګه کې پر یوه روغتون د اسراییل مرګونی برید له توندو غبرګونونو سره مخ شو. سعودي عربستان، ترکیې، اردن، مصر او پاکستان په کلکه وغانده.

اسراییل دا برید نه مني

خو د اسراييل لومړي وزير او د دفاع وزير په دې پېښه کې د اسراييلي پوځ لاس لرل رد کړي او اسلامي جهاد يې د دې مسوول بللى دى.

د سې شنبې په ماښام د اسراییل پوځ یوه ویډیو خپره کړه چې پکې ادعا شوې وه چې د اسلامي جهاد توغندي چې د اسراییل پر لور توغول شوي وو هدف ته له رسیدو مخکې پر دغه روغتون لګیدلي دي.

د یادونې وړ ده چې اسراییلو پر غزه د څښاک اوبه بندې کړي او نړیوالو بشري مرستو ته هم اجازه نه ورکوي تر څو د غزې خلکو سره یې تر سره کړي او هلته د مرګ ژوبلې مخه ونیسي. کله چې په غزه کې حالت ترینګلی کېږي نو نړیوال غبرګونونه هم ورسره ډېرېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button