نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

پر مسکو د شپږمې شپې پرله‌پسې برید؛ پر ودانۍ د ډرون برید شوی

دا شپږمه شپه ده چې د روسیې پر پلازمېنه پرله‌پسې د ډرون بریدونه کېږي

د روسیې د پلازمېنې مسکو ښاروال سرګیې سوبیانین ویلي چې د دغه ښار په زړه کې له یوې ودانۍ سره چې د روغونې چارې یې روانې دی، یو ډرون جنګول شوی دی.

له دې سره هممهاله د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د هوایي دفاع سیستمونو یې د مسکو په موزایڅک او خیمکي سیمو کې دوه نور ډرونونه ویشتلي او راغورځولې دي.

نور ولولئ: مسکو کې ډرون بریدونه؛ زېلېنسکي‌ وايي جګړه د روسیې خاورې ته ورګرځي

دغو پېښو کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړ شوی او دا هم روښانه نه ده چې چا کړې.‌

روسیې دغه بریدونه ترهګریز بللي

خو روسي چارواکو “د کیېف رژیم لخوا د یوه بل ترهګریز برید د ترسره کولو هڅه” بللې ده.

اوکرایین معمولآ پر دې تبصره نه کوي چې د روسیې خاوره کې دننه د ترسره کېدونکو بریدونو تر شا څوک دي.

چارشنبه سهار وختي تر دغه برید وروسته د مسکو هوايي‌ ډګرونو ته او همدا راز له دغه ښاره بهر ته الوتنې ځنډول شوې وې.

روسیه په دې وروستیو کې په وار وار دغه اقدام ته اړ شوې ده.

اې‌اېف‌پي خبري اژانس یوه رپوټ کې ویلي، چې دا شپږمه پرله پسې شپه ده چې د روسیې پر پلازمېنه هوایي بریدونو کېږي.‌ ‌

د روسیې دفاع وزارت وايي، د مسکو په سیټي کمپلکس کې تر رغېدو لاندې ودانۍ سره جنګېدلی ډرون، د بریښنایي جګړې سیستمونو په وسیله په نښه شوی، له کنټروله وتلی او بیا له دې ودانۍ سره جنګېدلی دی.‌

نور ولولئ:  روسیه: د اوکراین باخموت ښار مو نیولی؛ اوکراین وايي جګړه لا روانه ده

د مسکو ښاروال ویلي د برید له کبله په دې سیمه کې د دوو پنځه پوړیزه ودانیو ښیښې ماتې شوې دي.

امریکا بیا د ډرون بریدونو ننګه نه کوي

بلخوا د امریکا بهرنیو چارو وزارت مسکو کې د ویشتل شویو ډرونونو خبر ته په غبرګون کې ویلي چې واشنګټن په روسیه کې د ډرون بریدونو ننګه نه کوي.‌

امریکایي چارواکو زیاته کړې، دا پرېکړه د اوکرایین ده چې څنګه د ځان دفاع کوي او دا چې روسیه که هر وخت وغواړي د خپل دغه ګاونډي له خاورې په وتلو سره جګړه پای ته رسولی شي.

په دې وروستیو میاشتو کې د روسیې دننه ډرون بریدونه ډېر شوي دي.

در وسیې دفاع وزارت سې شنبه هم ویلي و چې په مسکو کې یې دوه ډرون الوتکې ویشتلي او دوه نور یې د اوکرایین پولې ته نږدې په بریانڅک سیمه کې تعقیب کړې دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button