سیمه ییز خبرونه

پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

د بلوچستان په ژوب کې ټي‌ټي‌پي د پاکستان پر پوځ برید کړی چې مرګ ژوبله یې ور اړولي ده

په دې وروستیو دوو کلونو کې د پاکستان پر پوځ بریدونو او مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی چې اسلام اباد یې وارخطا کړی او دوی پر افغان طالبانو پړه ور اچوي چې دوی د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي او په افغانستان کې یې ځای ورکړی، خو طالبان ته نه مني.

په یاد برید کې د پاکستان پوځ ته اوښتی زیان

په دې برید کې ټي ټي پي ادعا کوي چې ګڼ پاکستاني نظامیان یې وژلي، خو پاکستانی پوځ یوازې د دوو تنو وژل کېدل تایید کړي دي.

د پاکستان پوځ او ټي‌ټي‌پي وایي، پرون په هغه برید کې چې د بلوچستان د ژوب په سیمه کې شوی په ترڅ کې یې د یوه جګړن په ګډون د پاکستان د پوځ دوه پوځیان او پنځه تنه وسله‌وال وژل شوي دي.

نور ولولئ: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: افغانان په پاکستان کې روانو بریدونو کې ښکېل دي

سره له دې چې د ژوب سیمه له ډیورند د فرضي کرښې څخه په لرې واټن کې پرته ده؛ خو د پاکستان پوځ ادعا کړې چې پېښه د افغانستان په پوله کې شوې ده.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په وژل شویو پوځیانو کې یو جګړن هم شامل دی؛ خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.

د تحریک طالبان پاکستان ادعا

بله غاړه ټي‌ټي‌پي ویلي، چې د پاکستان پوځ ته یې په دغه برید کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د بلوچستان ایالت په بلوڅ مېشتو سیمو کې بلوڅ بېلتونپالې ډلې هم فعالې دي؛ خو د ژوب او شاوخوا سیمو اوسېدونکي یې پښتانه دي.

له بلوچ خپلواکي غوښتونکو سره د ټي‌ټي‌پي نږدې‌والي په اسلام اباد کې اندېښنې زیاتې کړې او پر افغان طالبانو فشار راوړي چې د ټي‌ټي‌پي د ځپلو لپاره ورسره همکاري وکړي؛ خو افغان طالبانو تل ویلي چې دوی د ډیورند پورې خوا ته له پاکستان سره د ټي‌ټي‌پي پر ضد همکاري نه شي کولی.

نور ولولئ: پاکستان کې یوه جومات ته نژدې برید شاوخوا ۵۲ تنه وژلي دي

له همدې کبله پاکستان په خپله خاوره کې د افغان کډوالو ځورولو، نیولو او له خپلې خاورې اېستلو ته زور ورکړی چې په دې توګه طالبان دې ته اړ کړي، چې د پاکستان په خاوره کې د ټي‌ټي‌پي پر ضد په جګړه کې له اسلام اباد سره همکاري وکړي.

پاکستان ورو، ورو په چیریکي جګړو کې ښکېل کېږي او تر څنګ یې اقتصادي او سیاسي حالت هم په تزلزل کې دی او ویره داده چې دا هېواد به ډېر ژر د سقوط خواته لاړ شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button