نړیوال خبرونه

پر ښځو د طالبانو کاربندیز؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو عملیاتي چارو ارزونه پيل کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یو ځل بیا د طالبانو حکومت لخوا په هیواد کې د دغه سازمان له اړوندو ادارو سره د افغان ښځو کار بندیز غندلی دی

یوناما په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې:”دا بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دی نو په دې توګه يې ملګري ملتونه نشي منلی.”

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر ویلي چې د طالبانو واکمن چارواکي ګواکې د دغه بندیز له لارې هڅه کوي چې ملګري ملتونه دې ته اړ باسي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو او خدماتو د وړاندې کولو او د هغو نورمونو او اصولو ترمنځ چې موږ یې د ساتنې دنده لرو یو ډاروونکی انتخاب وکړي.

داسې ښکاري چې ملګري ملتونه پر دویم انتخاب غور کوي

د یوناما د دې اعلامیې ژبه د مخکنیو بیانونو په پرتله نسبتا تونده ښکاري او دا یې پکې روښانه کړې چې پر افغان ولس د دغه ناورین هر ډول منفي پایلې به د واکمنو چارواکو پر غاړه وي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا لخوا د روان کال مې تر ۵مې نیټې د عملیاتي چارو د بیا کتنې لړۍ پیل شوې ده.

یوناما لیکلي چې ملګري ملتونه به په دې موده کې په افغانستان کې اړینې مشورې ترسره، د اړینو عملیاتو تنظيم رامنځته او د ټولو ممکنه پایلو لپاره به چټک بېړني پلانونه رامنځته کړي.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه

دا بندیز د دې لامل شو چې ملګري ملتونه خپلو ټولو افغان ښځینه او نارینه کارکوونکو ته لارښوونه وکړي چې د مهمو کارونو لپاره له محدودې او محاسبه شوې استثنا پرته د دندو لپاره دفترونو ته ولاړ نه شي.

یوناما اوس وايي دا بندیز د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د هغو نه منونکو محدوديتونو تمديد دی چې د مرستې رسولو په لومړۍ کرښه کې پر بوختو غير دولتي همکارو موسسو اعمال شو چې په قصدي ډول له ښځو سره تبعیض او د ژوند ژغورنکو او دوامدارو مرستو او خدماتو ته د افغانستان د خلکو د لاسرسي وړتیا ننګوي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ټینګار کړی و چې د ژوند ژغورونکو مرستو د رسونې په ګډون د دې ټولنې په چارو کې د ښځینه کارکوونکو ونډه اړینه ده.

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هم خپلو چارو ته دوام ورکړ.

دغه اداره په افغانستان کې د ژوند ژغورونکي بشردوستانه فعالیت ترڅنګ د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د اړیکو د پل په توګه فعالیت کوي.

ملګري ملتونه وايي دوی له ښځینه کارکوونکو پرته نه شي کولی افغانستان کې کار وکړي او اړمنو کسانو ته اړینې مرستې ورسوي.

نور ولولئ: ګوتریش: په افغانستان کې ښځې له عمومي ژوند څخه محرومې شوې دي

یوناما ویلي ملګري ملتونه به د امنیت شورا لخوا له ټاکل شوي ماموريت سره سم له واکمنو طالب چارواکو سره تر ممکنې کچې، اصولي او رغنده ښکیلتیا ته دوام ورکړي.

طالبانو تر اوسه د یوناما دې اعلامیې ته غبرګون نه د ښودلی خو وړاندې د دوی د حکومت بهرنیو چارو وزارت ويلي و چې له ملګرو ملتونو سره یې اړيکې ښې دي او په ملګرو ملتونو کې يې د افغانستان د څوکۍ د ورسپارلو غوښتنه کړې.

د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د دغه وزارت پر ټوېټر پاڼه خپره شوې وېډیو کې دا هم ویلي، چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازۍ څوکۍ د داسې کس په لاس کې ده، چې د هغه په ټکو، د هېچا استازی نه دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button