سیمه‌ییز

پنجشیر ولایت کې د واورې ښویېدنې له امله دوه کان‌کېدونکي مړه شوي

اړوند خبرونه:

د درنې واورې اورېدو له امله د سالنګ او ۵ ولایتونو لارې وتړل شوې

د بامیانو مسوولین وايي، د یاد ولایت په «حصه‌‌ی اول» ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې له امله دوو کان‌کیندونکو ژوند بایللی دی.

د پنجشیر د کانونو او پټرولیم ادارې رییس، محمدقاسم امیري ویلي چې دا پېښه پرون (یکشنبې، د حوت ۱۲مه) د حصه‌اول ولسوالۍ په «قلات» سیمه کې شوې ده.

د مسوولینو په وینا، دغه کان‌کیندونکي د پنجشییر ولایت اوسېدونکي وو او کان ته په لاره تر واورې لاندې شوي دي.

ویل کېږي چې حکومتي مسوولین او خلک د دغو مړو د را اییستلو لپاره هڅې پیل کړې او تر اوسه یې هڅې ناکامې شوې دي.

تر دې پېښې مخکې د بامیانو په «پنجاب» ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله دوه کسان مړه شوي وو.

د ویلو ده چې د تېرو کلونو غوندې سږ کال هم په یو شمېر ولایتونو کې د واورې ښویېدنې له امله یو شمېر هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د هواپېژندنې ادارې پرون د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د شدیدو باراني او واورین ورښتونو په اړه خبرداری ورکړی و او تېره شپه په یو شمېر ولایتونو کې شدید ورښتونه شوي دي.

د بامیانو مسوولینو ویلي وو چې تېره شپه دغه ولایت ته غځېدلې ټولې لارې د سختې واورې او توپان له امله تړل شوې وې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button