په افغانستان کې د بشري حقونو بحران؛ اروپايي پارلمان یې په اړه پرېکړهلیک تصویب کړ
طالبان د بشر حقونو پر سرغړونو تورن دي او اروپايي پارلمان یې د درناوي په پار پرېکړهلیک تصویب کړی دی
د ملګرونو ملتونو، بشري حقونو نړیوال سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو پر نقض تورن کړي، خو طالبان بیا وايي، دوی یوازې د اسلامي شریعت احکام پلي کوي او له بشري حقونو یې سرغړونه، نه ده کړي.
څو ورځې وړاندې د امریکا کانګرس یوې کامېټې راپور ورکړ چې طالبان د پرځېدلي جمهوریت سرتېري نیسي، شکنجې ورکوي او حتی په پټه یې ترور کوي.
ملګرو ملتونو ته په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ هم ویلي وو، د طالبانو استخبارات شخصي زندانونه لري او بندیان په کې شکنجه کوي، خو طالبانو بیا دا ډول څرګندونې ددوی د رژیم پرضد وبللې.
د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې
تازه د اروپا د پارلمان له خوا د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د اروپايي پارلمان غړي په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت سخت اندېښمن دي.
په دغه اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو د افغانستان قضايي سیسټم ړنګ کړی، قاضیانو ته یې امر کړی چې په بشپړه توګه شرعي قوانین پلي کړي او په حقیقت کې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه لرې کړي.
نور ولولئ: د بشري حقونو څارونکي: د طالبانو له لوري ښځینه حقوقي فعالانې شکنجه کېږي
نور ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو افغانستان د بشري حقونو له جدي بحران سره مخامخ کړی
نور ولولئ: د م.م د بشري حقونو عالي کمېشنري: طالبان دې اعدامونه او سزاوې ودروي
د اروپايي پارلمان د غړو په وینا؛ د طالبانو دغه پرېکړې د جنسیتي توپیر په اساس دي.
د پارلمان دغو غړو په طالبانو غږ کړی، چې په ټولنیز ژوند کې او په ځانکړې توګه د زده کړو او کار ته د لاسرسۍ په برخه کې د ښځو او نجونو بشپړ او مساوي ګډون ته اجازه ورکړي.
دغه پرېکړه لیک په ۵۱۳ موافقو، ۹ مخالفو او ۲۴ ممتنع رایو تصویب شوی دی.
له طالبانو د اعدام سزا د لغوه کولو غوښتنه
اروپايي پارلمان د افغانستان له حاکمانو غوښتي، چې د اعدام سزا لغوه کړي او سمدستي د عامه اعدامونو او وحشیانه د تعذیب او تبعیض کړنلارې د ښځو، د نورو جنسیتونو، توکمیزو او مذهبي اقلیتونو په وړاندې پای ته ورسوي.
د اروپايي پارلمان غړي ټینګار کوي، چې له طالبانو سره د اروپايي ټولنې هر ډول اړیکې یوازې د اروپايي کمېسیون له خوا د ټاکل شویو شرایطو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي وړاندیزونو په اساس مخ ته وړل کېدی شي.
اروپايي پارلمان د افغانستان د مدني ټولنې د هغې غوښتنې ملاتړ کوي، چې طالبان باید د خپلو جرمونو حساب ورکړي او دغه کار باید د نړۍوالې جنایي محکمې د څېړنو له لارې او د ملګرو ملتونو د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم په جوړولو له لارې ترسره شي.
په دغه پرېکړه لیک کې پر طالبانو د اروپایي ټولنې د محدودیتونو پر پراخولو هم ټینګار شوی.
د یادونې وړ ده چې په عام محضر کې د طالبانو له لوري د اعدام او نورو سزاګانو په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.