تجارت خبرونه

په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې بانکونه او د خلکو بې باوري

افغانان د طالبانو تر کنټرول لاندې پر بانکونو دومره بې باوره دي چې ښایي په تاریخ کې ساری نه وي

خلک او ونډه‌وال زړه نه ښه کوي چې بانکي اکاونټونو ته پیسې ولېږي. هغه څوک چې په جمهوري دوره کې یې اکاونټونو کې پیسې لرلې، تراوسه نه دي توانېدلي چې له بانکونو خپل حق تر لاسه کړي، ځکه بانکونه، نه شي کولی چې د خلکو امانت ورته وسپاري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ډېرو شخصي بانکونو ونډه‌وال او مالکان هم له هېواده ووتل. بانکونو د خپلو پېرېدونکو لپاره د پیسو ایستلو کچه کمه کړې، پر هغوی یې ډېر محدویتونه لګولي او بهر ته د خلکو د پیسو په لېږدولو، د نغدو پیسو له کمښت سره مخ شوي دي.

59011958 605
خلک هڅه کوي چې له بانک خپلې پیسې وباسي

اوس هم ځینې بانکونه خلکو ته نغدې پیسې نه شي ورکولی

تازه د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال هم منلې چې دمګړۍ ځيني بانکونه د نغدینه‌ګۍ له ستونزو سره مخامخ دي. نوموړي د بانکونو له مسوولانو او ونډه‌والو غوښتي چې افغانستان ته راشي.

ملا برادر په داسې حال کې له پانګوالو د پانګې اچونې غوښتنه کوي چې په افغانستان کې پر بانکونو او پانګې اچونې د خلکو ټولیز باور له منځه تللی دی.

داسې راپورونه هم تر لاسه شوي چې په افغانستان بانک کې ځینې طالب چارواکي له بانکونو د خلکو پیسې باسي او بیا ورباندې شخصي کاروبارونه کوي.

نور ولولئ: نن به د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي

نور ولولئ:  طالبانو هدایت الله بدري د افغانستان بانک سرپرست ټاکلی

نور ولولئ: د افغانستان بانک: له بانکونو د پیسو اخیستلو کچه مو ۳۰۰۰ ډالره ته لوړه کړه

هغه خلک چې په بانکونو کې پیسې نه لري، هڅه کوي چې بانک ته پیسې ونه لېږدوي، ځکه ویره لري چې پیسې به یې په نورو ځایونو کې ولګول شي.

افغانستان بانک څه غواړي؟

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک هم دا ستونزه درک کړي ده. له همدې امله اوس هڅه کوي چې د خصوصي بانکونو د ونډه‌والو او برخه لرونکو ګډه غونډه جوړه کړي.

هدایت الله بدری
د افغانستان بانک طالب واکمن هدایت الله بدری

ملا برادر د شخصي بانکونو له مسوولانو چې له افغانستانه بهر ژوند کوي، غوښتي هېواد ته راشي او په خبره یې، ډاډه دې وي چې په بانکونو کې شته ستونزو ته یې رسیدګي کېږي.

طالبانو په ټولو تخنیکي او مالي ادارو کې ملایان ګمارلي چې دوی په مدیریت او اداري پروسیجر نه پوهېږي، خو د افغانستان د ملي بانک رئیس هدایت الله بدري داسې څوک دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تحریم شوي لېست کې هم شامل دی.

طالبان که غواړي چې ددوی تر کنټرول لاندې بانکونه ټولیز باور پیدا کړي، نو باید د یوې شفافې پروسې له لارې خلکو ته ډاډ ورکړي او د پیسو او امانتونو د خوندیتوب روڼ تضمین ورته وړاندې کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button