افغانستان

په افغانستان کې مرموزې وژنې؛ تازه څو پېښې شوې

په افغانستان کې هره ورځ د مرموزو وژنو راپورونه ورکول کېږي، خو پړه یې پر طالبانو ور اچول کېږي

په تازه پېښه کې په کاپیسا ولایت کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی، خو تر اوسه ددې پېښې لامل نه دی معلوم شوی.

کاپیسا کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو ځوان په مرموزه توګه وژل شوی دی.

د سرچینو په خبره، دا پېښه سه‌شنبه د مرغومي پر ۱۹مه د کاپیسا د دویمې حصې ولسوالۍ د «سربندپایان» په کلي کې شوې ده.

سرچینو ویلي چې وژل شوی ځوان محب‌الله نومېده او دوه میاشتې وړاندې له ایرانه راستون شوی و.

unnamed 2
انځور؛ په حصارک ولسوالۍ کې د یوه طالب چارواکي کور ته د لاسي بم په ور غورځولو د هغه څلور لوڼې وژل شوي.

د سرچینو په خبره، محب‌الله ایران ته له تګ وړاندې د یو څه مودې لپاره له طالبانو سره یو ځای شوی و؛ خو وروسته یې دنده پرېښوده.

کومې مرموزې وژنې چې کېږي، طالبان یې په هکله چوپ وي

کله چې داسې مرموزې وژنې یا جنایت تر سره شي، نو طالبان یې په اړه چوپ وي او هېڅ داسې اعلامیه نه خپروي چې ګواکي یا یې په تړاو څوک نیول شوي او یا یې په اړه پلټنې دوام لري.

خو د رسنیو ځینو څېړنیزو راپورونو پر اساس داسې ښکاري چې طالبان په خپله په دغه مرموزو وژنو کې لاس لري، ځکه د اکثرو مرموزو وژنو قربانیان د پرځېدلي جمهوري نظام سرتېري دي.

نور ولولئ: د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې په اړه سروې

نور ولولئ: د طالبانو په زندانونو کې د دوو مېرمنو روغتیايي وضعیت خراب دی

نور ولولئ: د طالبانو په واکمنۍ کې مرموزې وژنې څوک کوي؟

که څه هم د دې تازه پېښې لامل روښانه نه دی؛ خو سرچینې ادعا کوي چې ښايي نوموړی د خپلو ملګرو له لوري وژل شوی وي.

سرچینې زیاتوي چې محب‌الله د شپې له خوا یو پروګرام کې په چړو وهل شوی دی.

کاپیسا کې ځايي طالبانو د نوموړي مړی عدلي طب ته لېږلی دی او تر اوسه یې په دې اړه څه ویلي نه دي

په ننګرهار کې رامنځته شوې پېښې

په ننګرهار ولایت کې د حبیب الله په نوم یو ځوان په رڼا ورځ د طالب جنګیالیو له لوري په ډزو سره ووژل شو او له منځه لاړ. دا هغه پېښه وه چې دوه ورځې وړاندې ننګرهار کې رامنځته شوه، خو طالبان یې په اړه چوپ پاتې شول.

killed man1
انځور؛ نقشه کې ننګرهار ولایت

دارنګه د ننګرهار ښاروالۍ اعلان وکړ چې ۲۳ ناپېژانده جسدونه یې تر اوسه خاورو ته سپارلي دي.

دا ټول هغه کسان دي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې په مرموز ډول وژل شوي او بیا یې ښاروالۍ جسدونه موندلي دي.

د یادونې وړه ده چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد په ځينو ولایتونو کې اووه کسان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button