په زړه پورېروغتیا

په انسانانو کې د بې خوبۍ او الزایمر اړیکه یا ارتباط

اړوند خبرونه:

کامیاب شخصیتونه دا ۶خبرې نه کوي

څه ډول یو غښتلی شخصیت ولرو؟

د مډیسن نیټ د راپور له مخې، څېړونکو ویلي چې هغه زاړه کسان چې د اوږد وخت په مخه بې‌خوبۍ (insomnia) لري، ښایي د عمر په تېرېدو د حافظې او فکري مهارتونو د ژر کمېدو له خطر سره مخامخ شي.

دا څېړنه ښيي چې د اوږدمهالې بې‌خوبۍ لرونکي د هغو خلکو پرتله چې ښه خوب لري، ۴۰ سلنه زیات له دې خطر سره مخامخ دي چې د حافظې ستونزې یا د فکري وړتیاوو کمښت تجربه کړي.

څېړونکو ویلي چې دا حالت د مغز د ۳.۵ کلونو زیات زړېدو معادل اغېز لري.

د مینېسوټا ایالت په «مایو کلینیک» (Mayo Clinic) کې د خوب د طب متخصص ډاکټر دیه‌ګو کاروالیو ویلي:

«بې‌خوبي یوازې پر دې اغېز نه کوي چې سبا څنګه احساس لرئ، بلکې کېدای شي په اوږد مهال کې د مغز پر روغتیا هم اغېزه وکړي.»

هغه زیاته کړه:

«موږ ولیدل چې د بې‌خوبۍ لرونکو کسانو فکري مهارتونه ژر زوال مومي او په مغز کې بدلونونه رامنځته کېږي، چې ښايي بې‌خوبي د فکري ستونزو د راتلونکو نښو له ډلې یا حتی یو لامل وي.»

په دې څېړنه کې، څېړونکو ۲۷۵۰ زاړه کسان چې منځنی عمر یې شاوخوا ۷۰ کاله و، د پنځو کلونو لپاره وڅارل. ټول ګډونوال د مطالعې په پیل کې د مغز له پلوه سالم وو.

شاوخوا ۱۶ سلنه ګډونوال له اوږدمهاله بې‌خوبۍ کړیږي — چې تعریف یې دا دی: د درې میاشتو یا زیات وخت لپاره په اوونۍ کې لږ تر لږه درې ورځې د خوب د نه‌راتلو ستونزه.

ګډونوالو هر کال د حافظې او فکر ازموینې ورکولې، او ځینو یې د مغز سکنونه هم کول، څو د مغز د زړېدو نښې، د دماغي نسج زیان، او د «امیلوئید بتا» زهري پلاکونه وڅېړل شي.

afghan 2025 10 08t155601.264
د بې خوبۍ او الزایمر اړیکه

پایلې ښيي چې ۱۴ سلنه د بې‌خوبۍ لرونکي کسان د ۱۰ سلنه بې‌خوبۍ نه لرونکو کسانو پرتله د فکري ګډوډۍ یا ډیمېنشیا (د عقل زوال) ښکار شول.

په عمومي ډول، د بې‌خوبۍ لرونکي کسان ۴۰ سلنه زیات د ډیمېنشیا له خطر سره مخامخ وو.

څېړونکو وویل چې د بد خوب اغېزې د مطالعې له پیل څخه څرګندې وې.

هغه کسان چې ویلي یې وو، د معمول پرتله لږ ویده کېږي، د فکري ازموینو ټیټې نومرې یې اخیستې وې او د مغز د نسج زیان او د امیلوئید پلاکونه یې زیات لرل.

په واقعیت کې، څېړونکو ویلي چې پر امیلوئید پلاکونو د بد خوب اغېز — چې د الزایمر ناروغۍ له مهمو نښو څخه دي — له هغو جنیټیکي خطرونو سره برابر دي چې په الزایمر ناروغانو کې لیدل کېږي.

پایلې همداراز وښودله چې هغه بې‌خوبۍ لرونکي کسان چې APOE4 جین (چې د الزایمر له زیات خطر سره تړاو لري) لري، د حافظې او فکر د مهارتونو په برخه کې د پام وړ زوال تجربه کړی.

څنګه له رواني پلوه یو پیاوړی انسان واوسو؟

ډاکټر کاروالیو وایي:

«زموږ پایلې ښيي چې بې‌خوبي ښایي د مغز پر بېلابېلو برخو اغېز ولري — نه یوازې د امیلوئید پلاکونو له لارې، بلکې د هغو وړو رګونو له لارې هم چې مغز ته وینه رسوي.»

هغه زیاتوي:

«دا موضوع دا خبره لا نوره پیاوړې کوي چې د اوږدمهاله بې‌خوبۍ درملنه باید جدي ونیول شي — نه یوازې د خوب د ښه کېدو لپاره، بلکې د عمر په زیاتېدو سره د مغز د روغتیا د ساتنې لپاره هم. خوب یوازې د استراحت خبره نه ده، بلکې د مغز د انعطاف‌منلو او روغتیا برخه ده.»

خو څېړونکو ټینګار کړی چې دا مطالعه د بې‌خوبۍ او د مغز د زوال ترمنځ مستقیم علت-معلول اړیکه نه ده ثابته کړې، بلکې یوازې یوه اړیکه یې ښودلې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button