په تېرو ۱۰ میاشتو کې د هند او افغانستان سوداګري ۷۶۳ میلیونه ډالره وه
اړوند خبرونه:
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
د طالبانو د حکومت صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د روان لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د افغانستان او هند تر منځ د ۷۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
یاد وزارت زیاتوي چې د روان کال په یاده موده کې افغانستان هند ته د ۵۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.
دغه راز په یاده موده کې له هند څخه هم د ۲۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
بل لورته، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هند بازارونه د افغانستان د محصولاتو لپاره یو ښه مارکېټ ګڼي.
سرچینه د سوداګریزې وېزې په برخه کې سوداګرو ته د نورو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو ټينګار کوي.
افغان سوداګر هم یو شمیر هېوادونو ته د سوداګرۍ پر مهال د ویزو ستونزه لوی خنډ بولي او دې برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه کوي.