ځایی

په خوست ولایت کې مرموزې وژنې څوک کوي؟

په دغه ولایت کې امنیتي پېښې زیاتې او طالبان یې په کنټرول کې ناتوانه دي

د خوست یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې د جنايي پېښو او هدفي وژنو له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغوی طالبان د امنیت په ټينګولو کې پر ناغېړۍ تورنوي او ټينګار کوي چې ډېری دا ډول پېښې د طالبانو پوستو ته نږدې کېږي.

د دغو اوسېدونکو په خبره، طالبان د جنايي پېښو او هدفي وژنو په کابو کولو کې پاتې راغلي دي.

ورته مهال ځيني سرچینې ادعا کوي چې د زنځيرو او د پخوانیو امنیتي ځواکونو په وژلو کې طالبان لاس لري او په خبره یې، د ناپېژانده وسله‌والو په نوم پخواني پوځيان وژني.

mysterious murders (3)
مرموزې وژنې

د پرځېدلي جمهوریت پر نظامیانو بریدونه

د خوست ښار اوسېدونکی منګل جان چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په دغه ولایت کې د یو پخواني نظامي پر موټر د ډزو شاهد و، وايي چې دا پېښه د طالبانو پوستې ته څېرمه شوې ده. د نوموړي په خبره، بریدګر له ډزو وروسته تښتېدلي دي.

نور ولولئ:  د طالبانو په زندانونو کې د دوو مېرمنو روغتیايي وضعیت خراب دی

نور ولولئ: د طالبانو په واکمنۍ کې مرموزې وژنې څوک کوي؟

نور ولولئ: په افغانستان کې مرموزې وژنې دوام لري

د خوست د اسماعیل‌خېلو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي چې څو ورځې وړاندې غلو د دغې ولسوالۍ یو اوسېدونکی په چړو سخت ټپي کړ او یوه ورځ وروسته یې د دغو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

ورته مهال، سرچینې ادعا کوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دا ډله د ناپېژانده وسله‌والو په نوم په هدفي ډول د پخواني حکومت پوځيان او کارکوونکي وژني.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په خوست کې وروستۍ پېښه چې د یو ډاکټر د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو لامل شوه، کورنۍ دوښمني بللې ده.

په خوست کې وروستۍ پېښه

په خوست کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.

دا یوازې خوست ولایت نه بلکې کره سرچینې وايي، طالبان په ننګرهار، کندهار، هلمند، پنجشیز او نورو ولایتونو کې هم پخواني پوځیان ترور کوي او وروسته د ترور شوي شخص مدعي ورکېږي.

د سیمې خلک وايي، په دې پېښو کې اکثره ښکېل کسان د طالبانو خاص ډلې دي چې د پخوانیو نظامیان د ترور لړۍ پرمخ وړي، خو دومره په محرمانه شکل چې هېڅ پړه یې نه مني او نه یې هم د وژنې مسئولیت اخلي.

یوازې په خوست کې په روانه میاشت کې ۲۱ تنه ژوبل او وژل شوي دي، خو طالبان یې نه امنیت ټینګولی شي او نه یې هم مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button