نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

په روان ۲۰۲۳ ميلادي کال کې فنلنډ هېواد د ناټو غړی شو

ناټو يو پوځي سازمان دی چې په ۱۹۴۹ کال کې د دوولسو هېوادونو ترمنځ جوړ شو

هغه لومړني دولس هېوادونه چې د ناټو پوځي سازمان يې په ۱۹۴۹ ميلادي کال کې رامنځته کړ عبارت دي له: آيسلنډ، ايټاليا، هالنډ، لوګزامبورګ، بېلجيم، انګلستان، د امريکا متحده ايالات، پرتګال، کاناډا، ډنمارک، ناروې او فرانسه.

د ناټو سازمان غړي همدا ۱۲ هېوادونه پاتې نه شول بلکې د دوی غړي په ډېرېدو وو، په ۱۹۵۲ ميلادي کال کې دوه هېوادونه، يونان او ترکيه ور زيات شول او د دوی د غړو شمېر ۱۴ ته ورسيد.

په ۱۹۵۵ کال کې يوازې يو هېواد (جرمني) د ناټو په سازمان کې ور زيات شو او د ناټو غړي ۱۵ ته ورسېدل.

په ۱۹۸۲ کال کې اسپانيا هم د ناټو سازمان غړو سره يو ځای شو چې د اسپانيا په يوځای کېدو سره يې د غړو شمېر ۱۶ ته پورته شو.

۱۹۹۹ ميلادي کال د ناټو سازمان لپاره ښه کال و د دوی د غړو شمېر ۱۹ هېوادونو ته ورسېد. له دوی سره پولنډ، هنګري او د چک جمهوريت هم يو ځای شول.

په ۲۰۰۴ ميلادي کال کې په يو وار ۶ هېوادونه له ناټو سازمان سره يو ځای شول چې استونيا، رومانيا، سلواکيا، سلوانيا، ليتوانيا، ليټيا او بلغاريا هیوادونه وو.

په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې دوه هېوادونه نور له ناټو پوځي سازمان سره يو ځای شول چې په دې سره د نوموړي سازمان غړي ۲۷ ته ورسېدل

له ناټو سازمان سره د نويو غړيو يوځای کېدل يو څه ټکني شول، له يوه اوږد ځنډ وروسته په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې مونتينګرو هېواد له ناټو پوځي سازمان سره يو ځای شو.

د پيوستون دا لړۍ بيا ځلې ګړندۍ شوه، چې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې جنوبي مقدونیه هم د دغه سازمان غړی هېواد شو.

د ناټو پوځي سازمان تر ټولو نوی غړی فنلنډ دی چې څه موده مخکې د نوموړي سازمان غړی شو چې په دې سره نوموړی سازمان اوس مهال ۳۱ غړي لري.

نور ولولئ: ترکیې په ناټو سازمان کې د فنلډ غړیتوب تائید کړ

د ناټو پوځي سازمان په رأس کې د امريکا متحده ايالات دي چې د ډيموکراټیکو نظامونو ملاتړ کوي او د دوی پنځمه ماده د دوی د اهدافو اساس ګڼل کيږي په نوموړې ماده کې راغلي دي:” که چيرته د ناټو سازمان په غړي هېواد بريد وشي ټول غړي به د هغه هېواد نه دفاع کوي.”

نور ولولئ: په ناټو کې د فنلنډ غړيتوب لپاره د هنګري پارلمان کې رايه اخيستنه ځنډول شوې

د سړې جګړې په پای کې داسې ښکارېده چې ښايي د وارسای پوځي سازمان په شان د ناټو سازمان هم ونړيږي خو د ۱۱-ام سپټمبر پيښو وروسته دوی په دې وتوانیدل چې خپل يووالی وساتي او دغه يووالی يې د اوکراين په جګړه کې نور هم زيات شوی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button