نړیوال خبرونه

په سمرقند کې د افغانستان په اړه ناسته؛ د ټولګډوني حکومت او د ښځو کار او زدکړو غوښتنه شوې

د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان او روسیې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې ټولګډونی حکومت جوړ کړي‌ او د ښځو کار او زدکړو ته اجازه ورکړي

په دغه ناسته کې د اوو هېوادونو جګپوړو ديپلوماتانو د افغانستان پر وضعيت خبرې کړې دي.

د دغې غونډې په یوه اعلامیه کې ویل شوي‌: “د غونډې کډونوالو د نړیوالې ټولنې د هغې غوښتنې پر پلې کېدو ټینګار کړی چې د ټولګډوني‌ حکومت جوړېدل او د ښځو د کار او زدکړو غوښتنه کوي.”

د پاکستان، چین، ایران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو به دوام وکړي، ګډون کړی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم د ځینو هېوادونو له چارواکو سره د کتنې لپاره سمرقند ته تللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې ښاغلي متقي د ازبکستان په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ هغه هېواد ته تللی دی.

امیرخان غونډې ته خپلو خبرو کې ویلي چې د ده په ټکو د افغانستان د یوه مسوول حکومت په توګه د ګواښونو مخنیوی کوي او اجازه نه ورکوي چې افغانستان د سیالیو په ډګر بدل شي

ښاغلي متقي په خپله وینا کې دا ډول ناستې د ثبات، امنیت او اقتصادۍ ښېرازۍ لپاره مهمه وبللې.

نوموړي وويل، “موږ به هېڅ صورت اجازه نه ورکو چې افغانستان له دې وروسته د منفي ټکرونو او نامشروع رقابتونو مرکز شي، افغانستان په خپلې ژمنې ټينګ ولاړ دی چې هېڅ فرد او يا ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د سیمې او يا د نړۍ د کوم هېواد پر خلاف وکاروي. موږ د افغانستان ملي ګټي د سيمې په امنيت ثبات او اقتصادي اتصال کې تعريفو او دا هغه بحث دی چې زموږ د ټولې منطقې ګټې خوندي کولی شي.”

نور ولولئ: د ازبکستان په سمرقند کې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې پیل شو

ښاغلي‌ متقي د غونډې ګډونوالو په سیمه کې د لویو اقتصادي پروژو د پلیتابه په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

غونډې ته د ورغلیو استازو په خپلو منځونو کې دوه اړخیزه او څو اړخیزه ناستې هم کړې دي

تر ټولو مهمه هغه د روسیې، ایران، چین او پاکستان ترمنځ څلور اړخیزه ناسته وه چې د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان لوړ پوړو ډيپلماتانو پکې ګډون درلود.

نور ولولئ: افغانستان د ګاونډیو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ د طالبانو پلاوی ازبکستان ته تللی

د دغه څلور اړخیزې ناستې په ګډ بیان کې هم راغلي چې په ناسته کې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په خوندیتوب او هلته د افغانانو په مشرۍ د یوه ټول ګډونه حکومت په رامنځته کېدو ټینګار شوی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button