نړیوال خبرونه

د ازبکستان په سمرقند کې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې پیل شو

د پنځلسو هیوادونو مشران

د شانګهای همکاریو سازمان غونډه د ازبکستان په کوربه‌توب په سمرقند کې پیل شوه. په دې غونډه کې د روسیې، چین او ایران په ګډون د پنځلسو هېوادونو مشرانو ګډون کړی. که څه هم په‌دې غونډه کې اسلامي امارت ته بلنه نه ده ورکړل شوې، خو تمه ده چې په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه هم خبرې وشي

په ورته مهال یو شمېر کارپوهان په‌دې باور دي چې دې غونډې ته د سرپرست حکومت د نه رابللو لامل د اسلامي امارت د چارواکو د سفر د معافیت پای ته رسېدل دي. د سیاسي چارو کارپوه فضل الرحمن اوریا وايي: «درې بنسټیزې موخې لري چې درې واړه موخې یې د افغانستان له ملي ګټو سره اړیکه لري، لومړی د سیمې هېوادونو تر منځ انسجام، دویم له سیمې د ناټو او امریکا نفوذ ټولول، درېیم د انډول برابرول. افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای په امنیتي، سیاسي او اقتصادي غونډو کې د څارونکي په توګه ګډون کاوه؛ خو دا دویم پرلپسې کال دی چې، دغې سیمه ییزې غونډې ته د افغانستان استازي نه بلل کېږي.

نور یی ولوله | یونیسیف: بریټانیه له افغانستان سره ۲۴ مېلیون پونډه مرسته کوي

نور یی ولوله | د افغانستان درې نیم مېلیارډ ډالرو کنګل شویو شتمنیو لپاره د یوه صندوق جوړول

د شنګهای کنفرانس.

 د نړیوالو اړیکو کارپوه سید جواد سجادي وايي: «د شانګهای همکاریو سازمان غړي له طالبانو سره د تعامل غوښتوونکي دي او هڅه کوي چې تر شوني بریده کابل د لوېديځ له محوره لرې کړي. د نړیوالو اړیکو کارپوه نورالله راغي وايي: « د شانګهای همکاریو سازمان ته نه بلل د طالبانو په رسمیت نه پېژندل دي. طالبانو د نړۍ پر شرایطو عمل نه‌دی کړی

تر دې مخکې د ازبېکستان ولسمشر او د شانګهای سازمان دوره یي مشر د دغې غونډې له جوړېدو مخکې افغانستان د شانګهای سازمان د نه جلا کېدونکې برخې په توګه یاد کړی وو. له بلې خوا اسلامي امارت بیا د ازبېکستان د ولسمشر دغه دریځ دوستانه بللی دی. نوموړي پر ټویټر پاڼه لیکلي: «د افغانستان په اړه د ازبیکستان د محترم ولسمشر ښاغلي شوکت میرضايوف موقف ګیرۍ دوستانه او دلسوزانه ده. اسلامي امارت د ازبیکستان له دغه موقف څخه ستاینه کوي او د دواوړ وروڼو هېوادونو د ښه با اعتماده، ارام او با ثباته راتلونکي نښه یې بولي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button