نړیوال خبرونه

په عربي متحده اماراتو کې د «ډبلیو، ټي، او» دریالسمه غونډه

په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو د سوداګرۍ وزیران راټول شوي وو او په سوداګرۍ کې پر شته خنډونو او فرصتونو خبرې وکړې

د نړیوالې سوداګرۍ دغه وزیران د دوشنبه د 2024 د كب 26 په داسې حال کې د ډبیلو ټي د نړیوالې سوداګرۍ سازمان په دریالسمه غونډه کې په داسې حال کې ګډون وکړ چې جیوپولیټکي او سوداګریز مناسب لید موجود نه و.

د نړیوالې سوداګرۍ سازمان چې اکثره په کې د هېوادونو د سوداګرۍ وزیران ګډون کوي، دغه جوړ شوی کنفرانس به سبا سه شنبه په ابو دوبۍ کې دوام کوي.

پر کومو موضوعاتو بحثونه کېږي؟

په دغه جوړ شوي کنفرانس کې د بحث اصلي موضوعات به زراعتي پراختیا او برښنايي سوداګري وي چې غړي هېوادونه څه ډول کولی شي چې په خپلو کې دغه دوه اساسي فکتورونه قوي کړي او دې برخه کې له یوه او بل سره همکاري وکړي.

wto1
په عربي متحده اماراتو کې د «ډبلیو، ټي، او» دریالسمه غونډه

خو ددې کنفرانس بله لانجمنه موضوع به په سیمه کې د اقلیمي بدلون موضوع وي. د جینوا پوهنتون پروفیسور وايي چې تمه نه لرم چې په دې اړه به د پام وړ هوکړې وشي او اعلان به شي.

نور ولولئ: د افغانستان او متحده عربي اماراتو دیپلوماتیکو اړیکو ته کتنه

نور ولولئ: په عربو کې روان بحران؛ عربي متحده اماراتو په قاهره کې پر دغه بحران بحث کړی

نور ولولئ: د عربي متحده امارتو ولسمشر او اردن پاچا پر سیمه‌ییزو تحولاتو بحثونه کړي

بل لور ته دغه کنفرانس داسې مهال دایرېږي چې پر اوکراین د روسیې بریدونه دوام لري؛ په سور سمندر کې کړکېچ، په چین او اروپايي ټولنه کې اقتصادي ګډوډي او نور سیمه ییز لاملونه لوی خنډونه بلل شوي دي.

ددوی تصمیمونه به څومره ګټور وي؟

ځینو کارپوهان وايي چې د نړیوالې سوداګرۍ سازمان په چوکاټ کې د سوداګرۍ وزیرانو رابلل کېدل به ځکه دومره ګټور نه وي چې په سیمه کې جګړه او اقتصادي ګډوډي به ددوی د اساسي پرېکړو او نویو هوکړه لیکونو مخه ډب کړي.

wto
په ۲۰۲۲ کې د ډبلیو ټي او نړیوال کنفرانس

د یاد کنفرانس ځینې ګډون کوونکي وايي چې دغه کنفرانس په داسې وخت کې رابلل شوی چې د پرېکړو او هوکړه لیکونو د لاسلیک لپاره هېڅ د حالاتو لرلید نشته.

په سور سمندر، فلسطین، اوکراین او سیمه کې حالات د ډاډ وړ نه دي، ځکه هلته سیاسي، امنیتي او اقتصادي ګډوډي یو ناسم حالت رامنځته کړی دی چې په دې حالت کې د نړیوالو سازمانونو تصمیم نیونه هم له ستونزو سره مخامخ شوي ده.

په دې وروستیو کې عربي متحده امارات هڅه کوي چې په سوداګرۍ او نورو برخو کې ټکنالوژیکي سهولتونه رامنځته کړي او سیسټم عصري شکل ته تغیر کړي.

د اقلیمي بدلون او نورو برخو کې دوی ډېره هڅه کوي تر څو په عربي هېوادونو کې د نړیوالو پام ځانته واړوي او د هر حرکت امتیاز په خپل لاس کې واخلي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button