تجارت خبرونه

په لسمه ورځ د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانېستل شوه

د تورخم دروازه چې ۹ ورځې وړاندې د پاکستان له لوري تړل شوي وه، نن پرانېستل شوه

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په اېکس شبکه کې د دغې دروازې د پرانېستې خبر خپور کړی، پرون هم د ننګرهار سیمه‌ییزو چارواکو ویلي وو چې سبا سهار وختي دغه لار د تګ راتګ لپاره پرانېستل کېږي؛ خو تر اوسه پاکستانۍ غاړې په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

نور ولولئ: پاکستان کې د ناامنۍ ډېرېدل او د سوداګرو اندېښنې

په سیمه کې ځایي خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نن په خوراکي او نورو سوداګریزو توکو سلګونه بار لارۍ او زرګونه مساپر چې د کرښې دواړو غاړو ته ایسار پاتې وو، خپل منزل مقصود ته ورسېدل.

له دواړو هېوادونو د خلکو غوښتنه

دغه مساپر او موټر چلونکي سره له دې چې د تورخم دروازې په بېرته خلاصولو خوښ او راضي ول، د دواړو غاړو له چارواکو یې غوښتنه کوله چې نور دې د سیاسي لانجو، ګونجو په ټس کې پر خلکو لارې نه بندوي او د ولسي خلکو سره دې له زور زیاتي څخه لاس پر سر ښي.

دغو ایسارو افغانانو هغه کړاوونه یو، په یو وشمېرل چې په تېرو نهو ورځو کې ورسره مخامخ شوي وو.

د سېپتمبر په شپږمه نېټه د تورخم دروازه داسې مهال وتړل شوه، چې د پاکستان پوله ساتو له طالب ځواکونو تر منځ نښته ونښته په دغې نښته کې د دوو طالبانو په ګډون د افغانستان غاړې ته درې کسان ووژل شول؛ خو د پاکستان غاړې ته د مرګژوبلې په اړه څه نه و ویل شوي.

دواړه غاړې یو او بل ملامتوي

پاکستاني‌ چارواکو بیا ویلي وو چې “طالب سرتېرو په هغه ځای پوسته جوړوله” چې پاکستانی لوری پرې خوښ نه و.‌”

خو ننګرهار کې بیا د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي و، چې دغه پوسته له کرښې نږدې ۵۰۰ متره لرې د افغانستان خاروه کې ده او د هغه په خبره “نوې نه‌ده.”

نور ولولئ: ولې پاکستان کې هند ته د افغان سوداګرو صادرېدونکې توکي تر برید لاندې راځي؟

خو ‌دا لومړی ځل نه و، چې دغه دروازه د هر ‌‌‌‌‌‌ډول تګ راتګ لپاره بنده شوې وه، تر دې وړاندې هم په ځلونو دغه لاره د خلکو او ترانزیټ پر مخ تړل شوې ده.

د دروازې په خلاصولو کې امریکا د طالبانو پلوي کړي او پر پاکستان یې فشار راوړی تر څو دروازه زر تر زره خلاصه کړي. همدا وه چې پاکستان لسمه ورځ دغه لار پرانیستله او خلکو ورباندې تګ راتګ پیل کړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button