Uncategorized

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب طالبانو ته ورنه کړل شو

د ملګرو ملتونو دایمي غړو پرېکړه وکړه چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب بحث وځنډوي

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د دغه سازمان د باور لیکونو د کمېټې پرېکړه تصویب کړې، چې د افغانستان د دایمي استازیتوب د څوکۍ په اړه پرېکړه وځنډول شي.

ملګري ملتونه وايي د باور لیکونو کمېټې په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازیتوب په اړه دوه جلا لیکونه ترلاسه کړي‌،‌ چې یو یې د اګست په میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د شارژدافیر نصیر احمد فایق له لوري او بل یې د سپتمبر په میاشت کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لوري دی.

نور ولولئ: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د تر لاسه کولو لپاره د افغان سرپرست حکومت ټینګار

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په پرېکړې کې ویل شوي دي: «د غونډې ریاست وړاندیز کړی چې د باور لیکونو کمېټه دې د میانمار او افغانستان د باور لیکونو په اړه خپله ارزونه وځنډوي.»

ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۷) د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې دا پرېکړه د یو پرېکړه لیک له لارې تثبیته شي.

طالبانو ددې څوکۍ تر لاسه کولو ارمان درلود

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهېسې، چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دا درېیم ځل دی چې ملګري ملتونه د افغانستان د دایمي استازیتوب د څوکۍ په اړه پرېکړه ځنډوي.

د طالبانو له بیا راتګ وروسته نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست دی او د افغانستان په استازیتوب د ملګرو ملتونو په غونډو کې برخه اخلي.

نور ولولئ: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي د افغانستان د بیا ادغام له پلان ملاتړ وکړ

د میانمار او افغانستان د استازیتوب په اړه د پرېکړې ځنډول په دې مانا دي چې د اړوندو هېوادونو موجوده استازي به په خپل حال پاتې وي.

د زور رسمیت که د قانون

نړیوالو ته په افغانستان کې یو مشروع او نړیوالو بشر حقونو ته ځواب ویونکی نظام مهم او مشروعیت لري. که چېرته طالبان د نړیوالو غوښتنې پوره نه کړي، نو فکر کېږي چې ژر دې په رسمیت وپېژندل شي او نړیوال دې ورسره همکاري وکړي.

ملګرو ملتونو د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنده او هغه وخت یې د برهان الدین رباني په مشرۍ حکومت، چې د افغانستان د جغرافیې په یوې کوچنۍ برخې حاکم و او د طالبانو په ضد یې مقاومت کاوه، د دغه هېواد د مشروع حکومت په توګه پېژنده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پرځېدو وروسته اوس هم ملګرو ملتونو کې د افغانستان نمایندګي د جمهوریت په نوم ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button