نړیوال خبرونه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د تر لاسه کولو لپاره د افغان سرپرست حکومت ټینګار

کابل یو ځل بیا له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په یاد سازمان کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري

د اسلامي امارت د ویاند په خبره، د پخواني حکومت استازی نه‌ شي کولای، له اسلامي امارت څخه استازولي وکړي او دا څوکۍ باید سرپرست حکومت ته وسپارل شي.

د ذبیح الله مجاهد په باور سرپرست حکومت ته د یادې څوکۍ په نه سپارل کېدو سره له افغان ولس سره جفا شوې ده او لا هم کيږي.

ښاغلي مجاهد په‌ دې اړه رسنيو ته وويل: “په ملګرو ملتونو کې د افغانانو څوکۍ د افغانانو حق دی چې باید په‌ دې سازمان کې له افغانانو استازیتوب وکړي. همداراز، د امریکا له لوري د افغانستان کنګل شوې پانګه هم د افغانانو حق دی او دا غصب شوې. واقعاً امریکا چې پوځي جګړه پای ته ورسوله او ظاهراً له اشغال لاس پر سر شوه خو له بده مرغه ناسمه پالیسي لا هم پر مخ وړي.”

اسلامي امارت د تېرکال د وږي په دېرشمه د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین ملګرو ملتونو ته د سرپرست حکومت د استازي په توګه معرفي کړ خو په هغه وخت کې د اسلامي امارت دغه غوښتنه رد شوه.

نور ولولئ: د یوناما مشره: طالبان د نړیوالو اندېښنې بابېزه ګڼي او افغانانو ته زیان اړوي

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: “د اصولو له مخې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید اسلامي امارت ته وسپارل شي، ځکه اوس په‌ دې جغرافیه کې طالبان حاکم دي، ملګرو ملتونو طالبانو ته څرګند پیغام وړاندې کړی چې په کې راغلي دي که د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیزي دا څوکۍ طالبانو ته سپارل کېږي.»

بل پخوانی ډېپلوماټ مهدي منادي بيا وايي: “د ملګرو ملتونو غړي په فردي یا د اصولو له مخې او هغه اصول چې په اوس وخت کې د حکومتوالۍ لپاره تعریفېږي، نه‌ شي کولای دغه څوکۍ چې افغانستان یې لري، طالبانو ته ورکړي.”

خو اصلي پوښتنه دا ده چې ولې تر اوسه دغه څوکۍ اسلامي امارت ته نه ‌ده سپارل شوې

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي زیاتوي:”د ملګرو ملتونو د سپټمبر د ۲۰۲۱م کال په ۲۵۹۶ شمیره پرېکړه‌ لیک کې د افغانستان په رسمیت پېژندلو شرایط درج شوي دي. هلته د ښځو حقونه او د هغوی د کار او زده ‌کړو حقونه یو مهم رکن پېژندل شوی دی او دا باید په افغانستان کې پلی شي، څو ملګري ملتونه افغانستان په رسمیت وپېژني.”

له بل لوري د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي وو تر هغې چې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو د  زده ‌کړو د دوام مسئلې په ګډون ځینې نور ورته مسایل حل نه‌ شي؛ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د څوکۍ او همداراز د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ستونزې به حل نه ‌شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button