نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

په ناټو کې د فنلنډ غړيتوب لپاره د هنګري پارلمان کې رايه اخيستنه ځنډول شوې

په ناټو کې د غړیتوب لپاره د سویډن او فنلنډ د غړیتوب غوښتنلیکونو په اړه د هنګري په پارلمان کې ځنډېدلې رایې اخیستنه به د دې هېواد د حکومت د یوه جګپوړي چارواکي په وړاندیز پسې لا وځنډیږي

د هنګري د صدراعظم مرستیال ژولت چمین لخوا په یوه خپاره شوي لیک کې چې په رسنیو کې نشر شوی غوښتنه شوې چې له ناټو سره د شمالي اروپا د دوو هېوادونو د یو ځای کېدو په اړه د دې هیواد په پارلمان کې رایه اچونه چې ټاکل شوې وه د مارچ په شلمه پیل شي، یوه اوونۍ دې نوره هم وځنډول شي.

نوموړي د اروپایي ټولنې له اجرایوي ارګان سره هغه خبرې چې د دې ټولنې د قانون د حاکمیت له مسولیتونو څخه د بودا پسټ د سرغړونو د ادعاوو په اړه روانې دي د دغه ځنډ یو دلیل بللی دی.

دې دوو هیوادونو پر اوکراین د روسیې له برید وروسته دا غوښتنه کړې

سویډن او فنلنډ وروسته له هغې په ناټو تړون کې د غړیتوب غوښتنلیکونه وړاندې کړل چې روسیې د تېر کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ.

د دې لپاره چې د دغو دوو سکانډناوي هېوادونو غړیتوب په دې تړون کې ومنل شي د ناټو ټول ۲۸ غړي یې باید منظور کړي.

ناټو سازمان تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۹ ميلادي کال کې رامنځته شوی دی

د نوموړي ستر پوځي او سياسي سازمان تړون په واشنګټن کې د ۱۲ پانګوالو هېوادونو له لوري لاسليک شو.

د ناټو سازمان اساسي غړي عبارت دي له: امريکا، انګلستان، بلجيم، کاناډا، ډنمارک فرانسه، آيسلنډ، ايټاليا، لوکزامبورګ، ناروې او پرتګال.

د دغه سازمان نور غړي وروسته زيات شول چې په ۱۹۵۲ ميلادي کال یونان اوترکیه په ۱۹۵۵ ميلادي کال آلمان اوپه ۱۹۸۲ ميلادي کال هسپانیه هیواد هم په دی سازمان کی داخل شو چې بیا د شوروی اتحاد تر ړنګیدو ورسته د ختیځې اروپا له هیوادونو څخه په ۱۹۹۹ ميلادي کال د چک جمهوریت ، هنګری او پولینډ په ۲۰۰۴ ميلادي کال بلغاریا ،اسټونیا ، لاتویا ، لیتوانیا، لیتوانیا ، رومانیا، سلواکیا او سلوانیا په دی سازمان کی ورګډ شول چی په دی حساب د دې سازمان غړي ټول ۲۷ ته ورسیدل.

نور ولولئ: ښایي ترکیه له امریکا څخه ایف-۱۶ ډوله جنګي الوتکي ونه پیري

په ۱۹۶۶ ميلادي کال فرانسه د دغه سازمان په پوځی چارو کی له ګډون څخه لاس په سر شوه خو بیا هم په رسمی توګه ددغه سازمان غړی بلل کیږی ، په ۱۹۶۷ کال د ناټو مرکزی دفتر چی په پاریس کی وو د بلجیم پلازمینې برسلز ته نږډې د ایور ښارته ولیږدول شو.

د ۱۹۵۵ ميلادي کال په مې مياشت کې روس او د ختیزې اروپا هیوادونو د ناټو په مقابل کې د وراسا تړون منځ ته راوړ خو د دفاع دغو دوو مخالفو بلاکونو د یوبل سره د مخامخ کېدو جرئت ونه کړای شو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button