نړیوال خبرونه

په هې،اد کې د ګوزڼ جرړو د لمنځه وړلو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان هڅې روانې دي

د روغتیا نړیوال سازمان مسوولان وايي، په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو د جرړو له منځه وړلو لپاره نړیوالې هڅې روانې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان

د روغتیا نړیوال سازمان یو ستر کارپوه زیر ودود هیله څرګندوني چې په‌دې دواړو هېوادونو کې به د ماشومانو د فلج د ورکېدو هڅې پایلې ورکوي. نوموړی په‌دې اړه وايي: «په افغانستان او پاکستان کې د کوزڼ د جرړو ختمولو لپاره هڅې پیل شوي، په‌دې دوه هېوادونو کې لا هم د پولیو پېښې شته او دا هڅې به پایلې ورکړي.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، د هېواد په سویل او جنوب ختیځو ولایتونو کې درې مېلیونه هغه ماشومان چې د پولیو له واکسین پاتې شوي وو؛ واکسین شوي دي، خو لا هم په افغانستان کې ګوزڼ صفر ته نه‌دی راښکته شوی. د ګوزڼ ضد کمپاین د روان زېږدیز کال له پکیله پیل شوی و.

نور یی ولوله | پاکستان سره د امریکا مرستې

نور یی ولوله | کانونو وزارت: د تړونونو په ورکړه کې کورنیو شرکتونو ته لومړیتوب ورکوو

د عامې روغتیا وزارت: 

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي: «د سویلي ولایتونو په ځینو سیمو کې دا کمپاین لږ و، خو اوس هېڅ سیمه نه‌شته چې په هغې کې کمپاین نه‌وي شوی. د کابل اوسېدونکی عمر فاروق وايي: «د عامې روغتیا وزارت دې واکسین برابر کړي او خلک دې هم د روغتیا وزارت له کارکوونکو سره مرسته وکړي. 

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button