نړیوال خبرونه

کانونو وزارت: د تړونونو په ورکړه کې کورنیو شرکتونو ته لومړیتوب ورکوو

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي، د کانونو د تړونونو د ورکړې په برخه کې کورنیو شرکتونو ته لومړیتوب ورکوي. د دې وزارت سرپرست زیاتوي، هڅې روانې دي چې د کانونو د کېندنې او راوېستنې په برخو کې د بهرنیو پانګو په راجلبولو سره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

د کانونو او پترولیم وزارت: 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي: «بهرنۍ پانګه باید جذب کړو، موږ باید داسې کار وکړو چې د ترکیې سرمایه ستاسو تر څنګ وي. درېیم دا چې کوم بلاکونه چې تاسو نیسئ، ترکانو دی، ۵۱ سلنه د حکومت دی او ۵۹ سلنه د هغوی. د دې داوطلبۍ ګټونکی شرکت ژمنه کوي چې د دې ډبرې د پروسس چارې به په کور دننه ترسره کړي

د ګریلف شرکت مسول:

د ګریلف شرکت مسوول زاهدالله اسماعیل‌زی وايي: «په ساختماني او معادن چارو کې په افغانستان کې نږدې څلور سوه عراده ماشینري لرو. ان‌شاء الله کوښښ کوو چې د پروسس او هر څه چې لازم دي په افغانستان کې وکړو، څو خلکو د وظیفې او کار زمینې برابرې شي. په ورته وخت کې د کانونو او صنایعو خونه وايي، د کانونو د کېندنې او راوېستنې د تړونونو د ورکړې په برخه کې باید هغو شرکتونو ته لومړیتوب ورکړ شي چې، د پروسس چارې یې په هېواد کې ترسره کوي

نور یی ولوله | افغانستان ته د پاکستان صادرات ډېر شوي

نور یی ولوله | نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له وینا ډاډه وکړه

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي: «د کانونو وزارت له لوري د داوطلبۍ بیا پیلول نیک ګام دی، هیله لرو هغو شرکتونو ته چې په هېواد کې یې د کانونو د پروسس په برخه کې پانګونه کړې، لومړیتوب ورکړل شي، څو په افغانستان کې زموږ ډېری کانونه پروسس او له افغانستانه صادر کړو.

افغانستان تر ځمکې لاندې ډېرې سرچینې لري، خو تر اوسه هم د هېواد له لویو کانونو چندانې استفاده نه ده شوې. د فلورایډ ډبرو د دواطلبۍ په پروګرام کې ۴۹ کورنیو شرکتونو ګډون کړی وو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button