په ټولنه کې د تبعیض پایلې خطرناکې وي
که چېرته په یوه ټولنه کې تبعیض او تعصب موجود وي، نو هغه ټولنه کې تاوتریخوالی رامنځته کېږي
هغه ټولنې چې جګړو وهلي وي، په هغو کې تعصب او تبعیض زیات وي چې له امله یې په هغه ټولنه کې د خلکو تر منځ ټولنیزې ستونزې ډېرې او پایلې یې ددې ټولنې د وګړو لپاره خطرناکې تمامېږي.
تبعیض: تعصبي فکر تبعیضي چلند او سلوک ته لار هواروي چې پدې صورت کې د نورو سره په چلند کې تبعیض کوي او له حقوقو، فرصتونو او امکاناتو یې محروموي او یا یې له حقوقو انکار کوي.
نور ولولئ: د تعصب او تبعیض پر وړاندې د انسانانو مبارزې او بریاوې
د خدماتو نابرابري او لیرې والی: چې په ښوونه او روزنه، کارمیندنه، کور اخیستلو، روغتیايي خدمتونو او نورو حقوقو کې ځانګړي ګروپونه محرومیږي. تبعیض د ټولنې د غړو او ګروپونو منځ تر اړیکي کړکیچنې کوي، باور له منځه وړي او د دوه اړخیز پوهاوي او همکارۍ مخه نیسي.
تبعیض په انساني همدردۍ کې کمښت راولي
د انساني همدردۍ کمښت: تعصب د انسانانو تر منځ د همدردۍ، تعاون او ګټورو اړیکو د کمېدو او له منځه تلو سبب کیږي.
رواني زیان: تعصب او تبعیض د رواني فشار، شدید خفګان، وارخطایي، او پر ځان د بې باورۍ سبب کیږي. کله کله د اشخاصو او ګرپونو د شدیدې پارېدنې سبب کېږي، چې ځان یا نورو ته ډېر زیان رسولی شي.
ټولنیز واټن: د تعصب او تبعیض له امله د ټولنې د وګړو په منځ کې د (موږ) او (دوی) فاصله ایجادیږي او ورو ورو زیاتیږي چې دا د ټولنیز انسجام او یووالي مخه نیسي. پدې صورت کې د ټولنې وګړي هغو ته چې د (موږ) په ډله کې شامل دي، توجه کوي او له هغو کرکه کوي چې ورته (دوی) ښکاري.
نور ولولئ: د اسلامي همکاریو سازمان: زموږ پلاوي د نجونو د زده کړو او د ښځو کار په اړه له طالبانو سره خبرې کړي
تشدد او نفرت: تعصب او تبعیض زورزیاتي، کینې او کرکې ته زمینه جوړوي او په نتیجه کې د کرکجنو ټکرونو سبب کېدای شي چې له یو ګروپ سره د تړاو له امله د وګړو د ټپي کېدو او وژنې سبب کیدای شي.
د یادو پدیدو سیستماتیک مشکل څه دی؟
سیاسي اغیز: تعصب او تبعیض د دې سبب کیدای شي، چې په ټولنه او ادارو کې سیستمیک شکل غوره کړي او د ځانګړي ګروپ او ډلې پر خلاف یا ګټه د ناسمو سیاسي پریکړو او قوانینو او پالیسیو جوړولو او عملي کولو سبب شي چې د منابعو په ویش، فرصتونو ته په لاسرسي، او حقوقو تأمینولو کې د لا زیات توپیر سبب کیږي او عدالت کمزوری کوي.
سیستماتیک تعصب: تعصب او تبعیض که په سیستماتیک ډول بدل شي، په موسسو، ادارو، او دولت کې د ناسمو پریکړو، غیرعادلانه قوانینو او ناسم چلند سبب کیږي چې د افرادو او ډلو د حقوقو تلف کېدل پکې پراخ اړخونه مومي.
اقتصادي اغیزې: تبعیض اقتصادي وده او نوښتونه محدودوي، ځکه ځینې باکفایته اشخاص او ګروپونه په بیلابیلو صنعتونو او فرصتونو کې له حقوقو او ګډون څخه محرومیږي چې زیان یې ټولنې ته رسیږي.
زورزیاتی او کرکجن جرمونه: په شدیدو حالاتو کې تبعیض د زورزیاتي، کرکې، جرمونو، فزیکي زیان اړولو، وژنو او حتی د ځانګړو اشخاصو او ډلو د ټولوژنو سبب کېدای شي.
دا ټولې هغه ستونزې دي چې تبعیض یوه ټولنه ورسره مخامخ کولی شي او ګڼې ستونزې په کې پیدا کوي.