نړیوال خبرونه

په ټوله نړۍ کې د کېنسرناروغی په زیاتېدو دي ـ خو د مخنیوي لارې چارې یې شته

 (ډبلیو اېچ او) وایي چې د نړۍ په کچه د کېنسر ناروغی په زیاتېدو دي. مگر دا سازمان ټینگار کوي چې په آینده لسو کلونو کې تحفظي اقدامات کولای شي په کېنسر اخته د میلیونونو ناروغانو ژوند وژغوري. ډبلیو اېچ او دا رپوټ د کېنسر نړېوالې ورځې (فروري څلورمې) په حواله خپور کړی دی.

د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې، د نړۍ په قریب هر ملک کې د کېنسر د بیمارانو شمېر سېوا شوی دی. د صحت نړېوال سازمان پخپل رپوټ کې وایي چې په هرو شپږو کسانو کې یو تن پخپل عمر کې په یو ډول سرطان اخته کیږي، چې په دې حساب، هر کال د سرطان یا کېنسر له وجهې، کم از کم ١٠ میلینه خلک په نړۍ کې مړه کیږي.

یاده اداره خبرداری ورکوي چې که حالات همداسې دوام پیدا کړي، نو تر ٢٠۴٠ کاله پورې به د کېنسر د نویو پېښو په شرح کې تر ٦٠ فیصدو زیاتوالی راشي، او په غریبو ملکونو کې به دا شرح تر ٨٠ فیصدو هم سېوا وي.

اندرې اېلباوي چې د صحت په نړېوال سازمان کې تخنیکي چارواکی دی، وایي چې په غریبو ملکونو کې د کېنسر له وجهې لا زیات خلک مړه کیږي، ځکه هغوی ته هغه خدمات او صحي تحفظات نشته کوم چې په شتمنو هېوادونو کې لیدل کیږي. اندرې اېلباوي زیاتوي، ضروري نده چې د کېنسر ناروغۍ کنټرول لاندې راوستل دې ډېر لگښت وغواړي.

اېلباوي همدا راز وویل چې د دوی ادارې د کېنسر په حواله تحفظي اقداماتو کې د سرمایه کارۍ ړومبۍ سپارښتنه هم بیان کړې ده چې له مخې یې حکومتونه کولای شي تر ٢٠٣٠ کاله پورې، د ٧ میلینه وگړو ژوند وژغوري.

اېلباوي زیاته کړه چې د دې پروگرام له مخې، “په غریبو ملکونو کې د سړي سر ٢.٧٠ ډالره (قریب ۴١٧ روپۍ) او په درمیانه او شتمنو ملکونو کې د سړي پر سر ٨.١٥ ډالره خرچه راځي. او دا د حکومتونو په وس پوره کار دی.”

په دغو تحفظي اقداماتو کې په ځینو کاروبارونو کې له کېنسر پیدا کوونکو موادو سره د تماس راکمولو، د کېنسر پېدا کېدونکو مکروبي ناروغیو په ضد د واکسین کولو (لکه هپټایټس بي)، د سگرېټو، نصوارو، او د تمبکو د نورو تولیداتو د عادت پرېښودلو پالیسیانې شاملې دي. د صحت نړېوال سازمان دا هم وایي چې د کېنسر ٢٥ فیصده بیماران هغه کسان دي چې تمبکو کاروي.

دغه وایي چې کېنسر باید د مرگ سزا ونه گڼل شي، مخنیوي یې ممکن دی. د کېنسر په اړه د څېړنو د نړېوالې ادارې مشره ایلیسابت ویدرپاس وایي د کېنسر د مخنیوي او تداوۍ په برخه کې زښته زیات پرمختگ شوی دی، چې ډېر ناروغان له مرگه بچ کولای شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button