ځایی

په کابل کې د پرونۍ چادونې قربانیان څه غواړي؟

تېره ورځ د کابل په شپږمه حوزه دشت برچي کې چادونې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل ښار په لوېدیځ کې د تېر ماښام چاودنه کې د وژل شوي ۲۶ کلن محمدعلي ریحاني مور معصومه وايي، زوی یې د اته‌کسیزې کورنۍ سرپرست و چې څه موده وړاندې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره اړ شو چې زده‌کړې پرېږدي او کار ته مخه کړي، خو له دې خبر نه و چې چاودنه به پرې کېږي او دی به په‌کې ژوند له لاسه ورکوي.

دغه مور په ژړغوني غږ له سرپرسته حکومته غواړي چې د خلکو امنیت وساتي. هغه زیاتوي: «حکومت دې زموږ امنیت ټینګ کړي او که یې نه نیسي، موږ دې پرېږدي چې ولاړ شوو. که امارت زموږ امنیت ټینګوي، سم دې یې ونیسي، خو که یې نه نیسي، هېڅ دې نه کوي.

د قرباني شوي زلمي خور سومیه

په همدې حال کې د محمدعلي ریحاني خور سومیه وايي: «واده یې نه و کړی؛ په واده کې یې راټولې نه شوو، اوس یې د غم پر ټغر ناست یوو. هغه د کانونو انجینرۍ د درېیم کال زده‌کړیال و چې د کورنۍ د ناچارۍ له کبله یې دوام ور نه‌کړ او موږ هیله لرو چې نور څوک په داسې پېښو کې ونه وژل شي.»

gdmte2sxcaa ihw
انځور؛ د برید قرباني ۲۶ کلن محمدعلي ریحاني

په کابل ښار کې د تېر ماښام چاودنه کې د یوشمېر نورو قربانیانو د کورنۍ غړي هم د امنیت پر ټینګښت ټینګار کوي او وايي، د طالبانو سرپرست حکومت باید د دې پېښې عاملان په نښه او سزا ورکړي.

نور ولولئ: حقاني وايي، داعش په افغانستان کې ګواښ نه دی

نور ولولئ: طالبان وايي، داعش له منځه تللی؛ تېره شپه یې کابل کې بل برید کړی

نور ولولئ: داعش وايي، د بغلان جومات کې ځانمرګی برید دوی کړی

احمد تقي او عصمت بیا هغه ځوانان دي چې د کورنۍ غړي یې د تېر ماښام چاودنه کې پر پښو سخت ټپیان شوي او اوس په محمدعلي‌ جناح روغتون کې بستر دي. دوی هم د طالبانو له حکومته غواړي چې د ښه امنیت ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دوی له طالبانو څه غواړي؟

«د کاکا دغو دوو ځامنو مې په پل‌سُرخ کې کار کاوه، لاسي توکي یې پلورل چې په پرونۍ چاودنه کې ټپیان شوي. موږ له طالبانو څخه غواړو چې د امنیت ټینګښت ته پام وکړي.»‎

«خلک له کورونو د کاروبار خوا ته نه‌شي تللی. سهار چې راووځي، د دې تمه نه لري چې ایا بېرته به کور ته راشي، که نه. حکومت دې پام وکړي، عاملان دې ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.»

په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد هېوادوالو ته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي او وايي، امنیتي مسوولان به په کابل ښار کې د تېر ماښام د چاودنې عاملان ونیسي او د قانوني منګولو ته به یې وسپاري.

د یادونې ده چې تېر ماښام د کابل ښار په دشت‌برچي کې پر یوه کاسټر موټر چاودنه وشوه چې له کبله یې دوه کسان ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button