سیمه‌ییز

په کابل کې د ګرمۍ او ککړ چاپیریال اوج

سږ کال دوبي کې په کابل کې د ګرمۍ ترڅنګ د چاپېریال ککړتیا اوج ته رسېدلې دي

سږ کال دوبي کې د ګرمۍ کچه د تېرو کلونو په پرتله لوړه وه. د کابل اوسېدونکي سږ کال له سختې ګرمۍ شکایت کوي او وايي چې سږ کال ګرمي کې د کابل چاپیریال هم ککړ دی او د ناروغیو کچه هم لوړه شوي ده.

په داسې حال کې چې د دوبي په موسم کې د تودوخې درجه لوړیږي، د افغانستان په پلازمینه کابل کې د هوا د ککړتیا ستونزه نوره هم زیاته شوې ده.

د تنفسي ناروغیو زیاتوالی

د پلازمېنې اوسېدونکي د ککړتیا له زیاتوالي او له امله یې د تنفسي ناروغیو له ډېروالي شکایت کوي. د زړو موټرو ترڅنګ د فوسیلي سونګ او حرارتي بریښنا کارول د کابل د هوا د ککړتیا اصلي عوامل بلل کیږي.

د کابل اوسېدونکی اسلم جان وايي:«په وروستیو ورځو کې د هوا ککړتیا ډېره شوې ده. اصلي لامل یې د زړو موټرو لوی شمیر دی چې په ښار کې ګرځي.»

نور ولولئ: ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس پایلې

نور ولولئ: متحده عربي امارات باید اقلیمي او نورو بحرانونو سره مبارزې ته چمتوالی ولري

نور ولولئ: طالبان په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس جوړوي

نوید رحیمي، چې د کابل ښار یو بل اوسېدونکی دی هم په دې باور دی چې د ښاریانو له خوا د ټیټ کیفیت سون توکو او حرارتي برېښنا کارولو د هوا ککړتیا لا پسې زیاته کړې ده.

afghan 2024 08 05t101503.081
په کابل کې د ګرمۍ او ککړ چاپیریال اوج

د ککړې هوا کچې راټیټول

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولانو هم اعلان کړی چې له ترافیک پولیسو او کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ د هوا د ککړتیا کچه راټیټوي.

په دې برخه کې طالبانو ځینې اقدامات کړي هم دي، خو کارپوهان دغه اقدامات کافي نه بولي او ککړه هوا ورځ تر بلې ډېرېږي.

د دې ادارې مشر طوفان جبران وايي: «ترافيک پوليس په منظم ډول خپلې پوستې څاري او هغه موټرو معلوموي چې ککړتیا خپروي او د دې ترڅنګ د هغو خاوندانو ته خبرداری ورکوي.

خو د چاپېریال ساتنې کارپوهان په دې باور دي چې په کابل کې د هوا د ککړتیا د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید نور جدي اقدامات وشي. د شنې فضا زیاتول، د لویو فابریکو کنټرول او د ښار په شاوخوا کې د شنه کمربند بیا ژوندی کول د دوی له وړاندیزونو څخه دي.

په کابل، جلال اباد، کندهار، هلمند، نیمروز او ځینو نورو ولایتونو کې خلک له ګرمې هوا شکایت کوي او وايي چې سږ کال دوبی د نورو کلونو په پرتله زیات ګرم دی او تر څنګ یې چاپیریال هم ککړ شوی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button