اقتصاد او سوداګري

په کابل کې د ۱۰ میلیاردو ډالرو د انرژۍ ستره پروژه لاسلیک شوه

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په کابل کې د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید د یوې سترې پروژې هوکړه لاسلیک کړه. د دې پروژې، چې ټاکل شوې په راتلونکو پنځو کلونو کې بشپړه شي، تمرکز به د برېښنا تولید وي.

میرویس عزیزي د هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل، له دې پروژې سره به افغانستان د انرژۍ له اړخه پر ځان بسیا شي او همداراز به ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د کلاعبدالغني برادر په شمول د طالبانو یو شمېر چګپوړي چارواکي چې د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې یې ګډون درلود، دغه پروژه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او انرژۍ د برخې لپاره یو مهم ګام وباله.

دا هوکړه په داسې وخت کې کېږي چې افغانستان، په ځانګړې توګه د کابل ښار، د برېښنا له کمښت سره مخامخ دی، او خلک د دوامداره انرژۍ نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سر ټکوي. تمه کېږي چې د ښاغلي عزیزي دا پانګونه به د دې ستونزې په حل کې رغنده رول ولوبوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button