کورني خبرونه

په ۱۶ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل

د طالبانو تر کنټرول لاندې هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی

دغه ادارې له خلکو غوښتي چې له سیلابونو سره له اختیاط کار واخلي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورې، نسبتاً تیز باران، تالندې برېښنا او سېلابونو پېښېدو خبرداری ورکړی دی.

د بارانونو او واورې اندازه

نوموړي ریاست پنجشنبه د وري پر ۲مه په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا اټکل سبا (جمعه) د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، نورستان، پروان، سمنګان، بامیان، سرپل، جوزجان، فاریاب او غور ولایتونو کې شته.

img 20240321 wa0000 1140x975

د ورښت کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۰ میلي مترو پورې ښودل شوی دی.

دغه راز، نوموړي ریاست د واورې کچه له ۱۵ تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده.

نور ولولئ: په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

نور ولولئ:  دافغانستان د هوا پېژندنې اداره: په ۲۵ ولایتونو کې به درنه واوره وورېږي

نور ولولئ: د درنې واورې ورېدو او یخې څپې له امله د ۱۱۵۰۰ څارويو مړینه

په دې روستو کې د هېواد په ځینو سیمو کې د ورښتونو له کبله یو شمېر کسانو ته د سر او مال زیان اوښتی دی.

د تېرو واورو له کبله د ځینو لارو تړل کېدل او بیا پرانېستل

د ورښتونو روانه څپه د سالنګ، بامیان، غور او غزني کې د لویو لاریو د بندېدو لامل شوې وه. د کابل- کندهار لویه لار هم د څه وخت لپاره تړل شوې وه خو بېرته پرانېسته.

د طالبانو تر واک لاندې باخترخبري اژانس پر اېکس (ټوېټر) لیکلي و، “د سالنګ لویه لاره چې دوې ورځې وړاندې د واورو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار بېرته خلاصه شوه. په ورته وخت کې د بامیانو د ټولګټو چارو ریاست ویلي چې د دغه ولایت د ولسوالیو لارې چې د ورښتونو له امله تړل شوې وې، بېرته پرانیستل شوې دي”.

اخوا په افغانستان کې د ژمي لومړنۍ دوې میاشتې (مرغومی او سلواغه) میاشتې نسبتاً د اورښت له مخې کمزوري وې او په ډېرو سیمو کې د وچکالۍ اټکل ډېر شوی و. خو د ژمي وروستۍ میاشت (کب) نسبتاً بیا باراني وه او اورښتونه په کې زیات اټل شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې هوا پېژندنې اداره خبر ورکوي چې دغه میاشت په د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې واورې او بارانونه کېږي.

مالدارانو او کرونګر بیا وايي چې که بارانونه ونه شي، نو دوی به راتلونکی کال له زیانونو سره مخامخ شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button