تجارت خبرونه

په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان شاوخوا ۶۰ هېوادونو ته د ۱.۹ میلیارده ډالرو صادرات

د طالبان سوداګرۍ وزارت وايي چې ۲۰۲۳ کال کې یې له ۶۰ ډېرو هېوادونو ته ۱.۹ ميلیارډه ډالر صادرات کړي دي

دغه وزارت زیاتوي چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله دغه صادراتو دوه سلنه زیات شوي دي او تمه یې ښودلي چې په روان کال کې به دغه رقم نور هم لوړ شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د طالبانو تر کنترول لاندې ملي ټلویزون سره د خبرو پر مهال وويل چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې یې له ۶۰ ډیرو هیوادونو ته صادرات کړي او له ۸۹ هيوادونو یې د اړتیا وړ توکي وارد کړي.

د سالنګ تونل تړل او له اسلام اباد سره مشکل

جواد وايي سره له دې چې د ۲۰۲۳ کال په اوږدو د سالنګ لویه لاره تر کار لاندې او تړلې وه او له ګاونډي هیواد پاکستان سره هم د لویو لارو تړلو او د ډبرو سکرو د صادراتو ستونزې وې خو بیا هم په سوداګریزه برخه کې دوه سلنه زیاتوالی راغلی چې ۴۱ میلیون ډالر کیږي.

commercial1

د نړیوال بانک د یوه راپور موندنې هم ښيي چې د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات ۴۶ سلنه کم شوي او پاکستان ته د افغانستان سوداګریز صادرات د تېر یوه کال پرتله کم شوي دي.

نور ولولئ:  طالبان: ۱۰ میاشتو کې ۱۲۲ میلیارده افغانۍ صادرات شوي

نور ولولئ: له کندهار بهر ته د وچې مېوې صادرات ۳۰سلنه زیات شوي

نور ولولئ: د اوسپنې پټلۍ اداره: شاوخوا ۸۱زره مټرېک ټنه صادرات او واردات مو کړي

د طالبانو سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې چې په دغه کال کې د صادراتو په برخه کې د کرنیزو محصولاتو لکه پنبه، وچ اینځر او مڼو برخه کې ډیروالی راغلی.

په دغه صادراتو کې مهم ټکي

عبدالسلام جواد وايي، صادرات یې له پاکستان، ازبکستان او تاجکستان سره راکم شوي او له هندوستان، چین او قراقستان سره ډیروالی ښيي، چې د ده په خبره په نړیوال بازار کې یې دا له مثبتو ټکو دي.

تر دې وړاندې هندي رسنیو هم راپور ورکړی و، چې د سرحدي ستونزو او د لسو ورځو لپاره د افغان موټر چلوونکو پر وړاندې د تورخم دروازې د تړلو له امله د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کچه ټېټه شوې چې دغې کړنې په هندي بازارونو هم اغېز پرې اېستی او په هندي بازارونو کې د افغاني توکو د بیو د لوړېدو لامل شوی.

په ورته وخت کې ځینې سوداګر د طالبانو له لوړې مالیې شکایت کوي او زیاتوي چې د لوړو مالیو له امله کورني تولیداتو د ګاونډیو هېوادونو د تولیداتو له امله ټکني شوي ځکه هغه توکي خلکو ته ارزان تمامېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button