پي ایس ایل:نوراحمد د کراچۍکنګز لوبډلې خپلې لوبډلې لپاره غوره کړ

ځړول شوی:جنوري 11, 2021 لخوا ځړول شوی:امېل تبصرې:0

پي ایس ایل:نوراحمد د کراچۍکنګز لوبډلې خپلې لوبډلې لپاره غوره کړد هېواد کم عمره توپ اچونکى نور احمد هم د پاکستان سوپر ليګ په ډرافټ مراسمو کې د کراچۍ کنګز لوبډلې لخوا واخيستل شو.نوموړی به (PSL) کې د هغوی لوبډلې سره ولوبیږي.

ښاغلی احمد که څه هم تراوسه پورې د افغانستان لپاره کومه لوبه نه ده ترسره کړې، خو نوموړى دا څلورم تجارتي ليګ دې چې پکې اخيستل کېږي.نور احمد د افغانستان پنځم لوبغاړى دى، چې د پاکستان سوپر ليګ کې واخيستل شو. هغه د کراچۍ کنګز لوبډلې په سپليمنټري کې واخيسته نوموړی تکړه او ښه پرفامر لوبغاړی دی هغه کولی شی چې دا ډول ټورنمنټونو کې ښه پرفاکنس شو کړي.هغه تل هڅه کړې چې د هېواد لپاره ویاړونه راوړي اږ ښه لوبه وکړي،.

نوموړی لومړى د کارابين پريمئير ليګ کې اخيستل شوى و، خو هلته يې د وېزې په وخت نه ورکولو له امله برخه وانخيسته، له هغه وروسته د اسټراليا په بيګ باش ليګ کې واخيستل شو، چې نوموړى اوسمهال هلته لوبېږي. همدا راز ورپسې نوموړى د ابوظهبي ټي ټين ليګ کې واخيستل شو او اوس تازه د پاکستان سوپر ليګ کې واخيستل شو.

د کراچۍ کنګز لوبډلې محمد نبي هم اخيستى دى او دا يې دويم افغان لوبغاړى شو، چې د دوى په لوبډله کې شامل شو.تر نور احمد مخکې د پاکستان سوپر ليګ کې راشد خان، محمد نبي، مجيب الرحمان او قېس احمد هم د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخيستل شوي دي.

پي ایس ایل:نوراحمد د کراچۍکنګز لوبډلې خپلې لوبډلې لپاره غوره کړ
پي ایس ایل:نوراحمد د کراچۍکنګز لوبډلې خپلې لوبډلې لپاره غوره کړ

هېره دې نه وي چې د (PSL)پاکستان سوپر ليګ د شپږم پړاو سيالۍ د فبرورۍ په مياشت کې پيلېږي، چې د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې به ترسره شي.د دې نه وړاندې د پي ایس ایل لوبې زیاتې په عربي اماراتو کې ترسره کېدې.خو اوسمهال زیات شمېر میچونه به په لاهور کې تر سره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *