لوبې خبرونه

پي ایس ایل: د راشد خان ښه لوبې له امله لاهور قلندرز لوبه وګټله

د افغانستان مخکښ توپ اچونکی راشد خان چې د پاکستان سوپر لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېږي، پرون نوموړي ښه توپ اچونه او توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله، چې په دغه لوبه کې يې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

د لوبې له بریا وروسته راشد خان په خپله مرکه کې وویل، کله چې مې ویکټ ولیدله، نو همدا مې ذهن ته راغلل، چې باید ښه توپ اچونه وکړم، هر څومره منډې چې ورکړم، پروا نه کوي، خو باید لاین او لینت وي، نو ځکه مې ښه توپ اچونه وکولای شوه.هغه د لوبې د بریا په برخه کې د لوبغاړو په اړه وویل، ټولو ښه لوبه وکړه، یو لوبغاړی د غوره لوبغاړي جایزه اخلي،

خو ټول لوبغاړي چې ښه لوبه ونکړي، نو بیا لوبه نه شي ګټل کېدای، باید ټول د یو ټیم په توګه ولوبېږي او نن هم زموږ ټولو لوبغاړو په خپل خپل ځای ښه لوبه ترسره کړه، چې په لوبه کې بریالي شو.ښاغلی راشد خان د پرونی توپوهنې په اړه وویل، کله چې توپوهنې ته لاړم، نو فکر مې دا و چې غټ شاټونه به نه وهم، توپ اچونکی هم نوی و،

لوبه خپله کړه

هغه وایی ما غوښتل چې ځای پېدا کړم او هغه خواته توپ ووهم، نو په لومړیو درې توپونو مې څلوریزې ووهلې، بیا په ۳ توپونو ۴ منډې پکار وې او هغه موږ پوره کړې.په پای کې راشد خان له ټولو مینه والو څخه مننه وکړه او وې ویل چې زموږ ملاتړ کوئ،

هغه همداراز وویل د لاهور قلندرز ملاتړ کوئ، ځکه ستاسې ملاتړ موږ ته انرژي راکوي او کوشش به وکړو چې په نورو لوبو کې هم ښه لوبه ترسره کړو.هېره ې نه وي چې لاهور قلندرز نن هم لوبه لري، نن به په ۱۷مه لوبه کې د پېښور زلمي لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي. همدا راز نن د کراچۍ کنګز او ملتان سلطانز ترمنځ لوبه وشي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button