نړیوال خبرونه

ځلا ځاځۍ:سوشل ميډیا کې ځما په اړه د خلکو پوسټونو خواشينې کړم

څو ورځې وړاندې د خوست په امنيه قومندانۍ کې د جنايي جرمونو د دفتر امرې په ګمارل شوې دويمه څارنه ځلا ځاځۍ وايي، چې هغه خلکو چې د دې پر ضد يې پوسټونه کړي دي، ډېره خواشينې کړې ده.د نوموړې په حقله خلکو پوسټونه کړي دي او د خلکو غبرګونونه ېې راپارولي دي.

نوموړې وايي، چې پښتانه ټوله ورځ په خپلو ښځو له کورونو څخه بهر د پولې پټي کارونه کوي، خو زده کړې او دنده يې کول يې بيا بېغېرتوب ګڼي. هغه زیاتوي ، چې پلار يې مړ دى، وروڼه يې نشته دى، دوى ٤ خويندې دي او يوه مور لري، هغه وايي چې د ټولو پالنه زما په غاړه ده، خو د هغه خلکو پوسټونو ډېره خواشينې کړې ده چې د دې پر ضد يې کړي و.

ځلا ځاځۍ همدا راز وايي، چې کولاى يې شو چې په کابل کې دنده ترسره کړي او ارامه ژوند وکړي، خو په وېنا يې، چې غواړي د خوست محرومو ښځو لپاره خدمت وکړي او په همدې خاطر يې په خوست کې دندې ته غاړه کېښوده.نوموړې تکړه با اساعداده او تعلیم یافته ښځه ده او کولۍ شي چې هر قسمه دنده پر مخ ویسي.

د يادولو وړ ده چې ځلا ځاځۍ په ترکيه کې پوځي زده کړې ترلاسه کړې دي، تېره ورځ هغه د خوست په امنيه قومندانۍ کې د جنايي برخې د اداري چارو د دفتر امره وټاکل شوه.نوموړې په دغه پوسټ کې د رقابت او او په خپل استعداد سره وټاکل شوه.

د ځلا ځاځۍ پر ټاکنې په ټولنيزو رسنيو کې په سلهاوو پوسټونه وشول، چې ځينې خلکو د هغې پر ټاکنه سختې نيوکې وکړې او ځينو خلکو بيا د ځلا ځاځۍ ملاتړ وکړ.د نوموړې مخالفت له دې امله وشو چې نوموړې یوه مېرمن ده او څنګه په وکولۍ شي د خوست غوندې ځي کې دنده ترسره کړي.

دا هم باید یاده کړو چې د افغان دولت لخوا د دې وړاندې هم په لوړ پوسټونو باندې مېرمنې ګمارل شوي دي لکه د مثال په ډول منیره یو سفزاده د دفاع وزارت معاونې په توګه ګمارل شوې وه او په بازې نورو وزارتونو کې مېر منې د معینانو په توګه په دنده ګمارل شووي دي او دغو ګمارنو هغه وخت کې هم د خلکو غبرګونونه راپارولي وو.

مونږ افغانانو ته پکار ده چې مېرمنو ته خپل حق ورکړواو کله چې یو بست اعلنیږي باید ښځو ته پکې خاص کوټه ورکړو ترڅو ښځې هم د هیواد لپاره خدمت وکړي او د نورو ملکونو سره ځان سیال کړو مه مونږ اوګورو ډېر مسلمان هيوادونو ښځو ته په دولت کې خاص برخه ورکړې ده.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button