نړیوال خبرونه

ځوانان، د هېواد راتلونکې اداره کوي

د هېواد ځوانان راتلونکي بدلونونه اوس یعني نن رهبري کوی. په عمومي ډول پرته د جنسیت په نظر کې نیولو سره، ځوان هر هغه شخص ته ویل کېږي چې عمر یې د ۱۵ او ۳۰ کالونو ترمنځ وي. ځوان د ټولنې د ملا تیر ګڼل کېږي چې په همدې سبب د خپلې ټولنې د راتلونکې په تعینولو کې رغنده رول لري. دا ټول ځکه چې د ټولنې نور وګړي چې هغوی سپینږیري/ سپین سرې، پاخه عمره او ماشومان دي په ځوانانو ډېره تکیه کوي او له دوی ډېره تمه لري.

دا هر څه د دې جوګه شوي چې ځوانان د اوسنیو او راتلونکو ټولنو د نورو عمري ډلو په پرتله خورا مهم وګڼل شي. د ټولنې سره د ځوانانو د مظبوتې اړیکې له کبله موږ ځوانان یو شمېر دندې او مسؤلیتونه لرو چې باید اوږه ورکړو، ځکه چې زموږ د کورنیو، ټولنو او هېواد راتلونکې زموږ په لاسونو کې ده.

اول .ځوانان باید ماشومان او تنکي ځوانان وروزي، هوښیار یې کړي او ویې هڅوي، دوی ته باید د عام ژوند د مهمو اړخونو په اړه زده‌کړې ورکړل شي، د ښه او بد ترمنځ د تفکیک لارې چارې وروښودل شي او یو شمېر لازمې لارښوونې ورته وشي، چې دوی د خپل راتلونکي ژوند پر ټولو ټولنیزو، ارواپوهنیزو، ښوونیزو او اقتصادي ستونزو بری ومومي.

دویم، لکه څرنګه چې منځني عمر خاوندان او لویان د بوډاتوب په لور درومي، یو شمېر کاري بستونه خالي پاتې کېږي چې پرته له وړ ځوانانو نور څوک باید پرې ونه ګمارل شي. دا به د اقتصادي پراختیا او په ټولنیز ژوند کې د وګړو د ښه چوپړ جوګه شي. ځوانان باید نوي اختراعات ولري، په صنعتي ډګر کې په کم لګښت د زیات تولید لپاره د وخت تېرې ټکنالوژۍ سره مخه ښه وکړي او نوې لارې چارې کشف کړي.

درېیم، هر هېواد د بریالیتوب لپاره مجهز، مسلکي او مسوولیت منونکو رهبرانو ته اړتیا لري. ځوان د راتلونکي ښه رهبران جوړېدای شي، دوی باید د مخکنیو رهبرانو ټولې تېروتنې، نیمګړتیاوې او خطاګانې سمې کړي، د همغه مشخصې ټولنې لیدلوری په بشپړه توګه بدل او مثبت لوري ته یې سوق کړي او له جرمونو لکه فساد، شخصي ګټو، له نورو تمه او ځان غوښتنې سره مخه ښه وکړي. د دې هر څه په ترڅ کې به په ټولنه کې پرمختګ، د جنډر انډول او د سرچینو مساوي تخصیص رامنځته شي او ځوانان باید د نورو مشرانو لخوا ټاکل شوو فضیلتونو او ارزښتونو ته درناوی ولري، چې د هېواد رښتونی چوپړیال جوړ شي.

څلورم، د وخت په تېرېدو سره ځوانان د ژوند پر یو بل مهم پړاو ګام ږدي، دوی والدین کېږي او داسې تمه ترې کیږي چې د خپلو میندو او پلرونو په څېر خپل ګډ ژوند پیل او اداره کړي. د ځوانانو ترمنځ واده کول به د قومي کلتورونو شریکوالی او په ټولییزه توګه به د هېواد په سطحه ملي یووالی او سوله پیاوړې کړي.

پینځم، ځوانان باید د ټولنې د مشرانو تجربې اولاسته‌راوړنې هم کم لاس ونه نیسي، باید له تجربو یې په عملي ژوند کې ګټه واخلي او لاسته راوړنې یې تل په ښه نوم یادې کړي. ښه بېلګه یې زموږ ګران هېواد افغانستان ته د غازي امان الله خان په واسطه د خپلواکۍ اخیستل ده. په انګرېزۍ ژبه کې یو متل ده چې وایي “مشران د طلا حیثیت لري” نو راځئ له دې طلا څخه خپله اعظمي ګټه واخلو.

موږ ټول افغانان باید د افغان ځوانانو  په توګه پورتنۍ ټولې لارښوونې په خپل ژوند کې عملي کړو چې خپلې ټولنې او هېواد ته د چوپړ جوګه شو. ټول ځوانان د دې هېواد د ثبات لپاره لویه پانګه ده. زموږ د هېواد راتلونکې سیده زموږ په اقوالو او افعالو پورې اړه لري چې څنګه په ټولنه کې سره مدغم کېږو. راځئ یو او بل ته د یووالي لاس ورکړو او اوږه په اوږه د خپل هېواد د ښې راتلونکې لپاره کار وکړو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button