ټکنالوجي

څنګه پوهېږې چې ستاسو کمپیوټر هېک شو؟

نن سبا نړۍ کې سایبري جنګ کې هغه څوک مخکې دي چې ښه هېکران ولري

کله چې ستاسو کمپیوټر هیک کېږي نو ددې ځینې نښې شته دي چې له وړاندې تاسو پرې پوهېدلی شی. مثلاً څوک غواړي چې ستاسو په سکرین باندې ستاسو پیغام ولولي. په هر صورت، دا سخته ده چې تاسو د خپل کمپیوټر په هیک کېدو باندې پوه شی، ځکه تاسو ته هر وخت دا پیغام نه درکوي چې تاسو یې تشخیص کړی. خو موږ به څو نښې درته وښایو.

څو نښې نښانې یې دادي

تاسو ته داسې اپلېکشن ښکاره کېږي چې تاسو انسټال کړی نه وي. کله چې تاسو پوه چې ستاسو کمپیوټر ته کوم پروګرام په اتومات ډول انسټالېږي، نو پوه شئ چې یوه څوک ستاسو د کمپیوټر په هیکینګ باندې مصروف دی. تاسو ته د غلط انټي‌وایروس مسېج راځي او ستاسو کمپیوټر په اتومات ډول سکین کوي، نو دا ستاسو د کمپیوټر د هیکولو هڅه ده.

نور ولولئ: لپټاپ لرونکوته ضروري؛ په دې ۵ لارو مو د کمپیوټر د ګرمیدو مخه ونیسئ

بل په خپل سر ستاسو د ډیسک فعالیت دی. تاسو به موجود نه یاست خو له لرې نه به یو څوک ستاسو له اجازې پرته فعالیت کوي. مثلا ته ویني چې ستاسو له فعالیت پرته موس کلیک کوي او یا بل حرکت ستاسو د کمپیوټر پر سکرین موجود دی، نو دا ستاسو د کمپیوټر د هیکینګ خطر دی.

Backdoor & Trojans داپروګرامونه هیکر ته ستاسو د کمپیوټر د بیا لاس رسی اسانتیا برابروي.

Spyware & Malware هغه د انټی وایروس پروګرامونه دي د دې په وسطه هم ډیر هیکران ستاسو کمپیوټر ته کله چې تاسي له نیټ سره وصل یاست ننوځي.

ځینی وخت هیکر ستاسو کمپیوټر پاسورډ تغیر کوي تاسو به خپل پاسورډ یاد وي خو کمپیوټر به درته مسیج درکوي چې پاسورد غلط دی.

نور ولولئ: د 2023 لپاره د غوره بودیجې لوبو کمپیوټر جوړونه

او که چیری ستاسو کمپیوټر ته څوک ریموټ اکسس یا له لیري لاس رسی ولري نو ستاسو کمپیوټر به ډیر سلو کار کوي او کله کله به یې سکرین هم رپیږي.

نو که چیري په خپل کمپیوټر کې مو پورتنۍ نښې ولیدې نو پوه شئ چې ستاسو کمپیوټر هیک شوی دی اویا تر هیکنګ لاندی دی.

د هیکینګ د مخنیوي لپاره باید څه وکړو؟

د دی لپاره چې دومره سردرد ځانته جوړ نه کړو او کوم معلومات هم له لاسه ورنه کړو بیا په خپل کمپیوټر کی اپډیټ انټرنیټ سیکورټی چې نن سبا ډیر کیسپرسکی انټی وایروس چې یوکال وخت لري انسټال کړو او باید فایروال مو هم ان وي او په بې ځایه لینکونو باندی کلیک ونه کړو که چیری شکمن لینکونه درته په ایمل کې راځي نو مه یې کلیک کوئ هیڅ کله هغه پروګرامونه چې د مختلفو پلګینز په نوم درته راځی  Yes ورته مه وایاست او زیاتره وخت له نیټ څخه د ځینو پروګرامونو ښکته کول هم زیات د هیک احتمال لری ځکه ډیر هیکرانو داسی واړه واړه پروګرامونه په مختلفو نومونو جوړ کړي او نیټ ته پورته کړي وي چې کله یې ډاونلوډ کړئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button