روغتیا

څېړونکي وايي پر ځمکه ۷۰۰ میلیونه کاله پخوا لومړی ژوندی مخلوق پیدا شوی

د کلیفورنیا پوهنتون څېړونکو تایید کړې چې پر ځمکه ترټولو پخوانی ژوندی مخلوق د جېليفېش ( (Jellyfishپه څېر یو سمندري ژوی و

ویل کېږي چې یاد سمندري ژوی په لومړي ځل ۷۰۰ میلیونه کاله پخوا پر ځمکه پیدا شوی و.

دغه سمندري ژوی د ډیناسورانو له پیدايښت څخه ډېر پخوانی دی.

د ډیناسورانو په اړه ویل کېږي چې شاوخوا ۲۳۰ میلیونه کاله پخوا پیدا شوي وو.

ساینس پوهانو کومې پایلې ترلاسه کړې؟

د بیولوژي د علم پوهان له کلونو راهیسې پر ځمکه کې د لومړي پیدا شوي ژوندي مخلوق په لټه کې دي.

اوس ساینس پوهان دې پایلې ته رسېدلي چې تر ټولو پخوانی ژوندی مخلوق په دوو ډلو ژویو کې چې یوه یې د سپنج ( (Spongeاو بله یې د جېليفېش (Jellyfish) په نوم یادېږي پیدا کولی شي.

نور ولولئ: د نړۍ ۵ حیرانوونکې او جالبه طبیعي او حيرانونکې پیښې

لکه څنګه چې مالومه ده دا دواړه ډلې ژوي د ځمکې وچې برخې پورې اړوند نه دي بلکې د لویو سمندرونو د تل ژوي دي.

سپنجونه (Sponges) خپل ټول عمر ځای په ځای یوه سیمه کې تېروي او د سمندر په اوبو ځانونه مړوي.

جېليفېش (Jellyfish) بیا په دې لټۍ خوشحاله نه دی او خپلو خوړو پسې د سمندرونو په تل کې یوخوا بلې خوا ګرځي.

د کلیفورنیا پوهنتون څېړونکو دا موندلې چې جېليفېش (Jellyfish) ډله ژوي له سپنجونو دمخه پیدا شوي وو

د سپنجونو د پیداښت زمانه ۶۰۰ میلیونه کاله پخوانۍ ښودل کېږي.

د یاد پوهنتون یو څېړونکی وايي:” جیليفش د ټولو ژویو د نسل یو ګډ نیکه ګڼل کېږي چې له ۶۰۰ تر ۷۰۰ میلیونه کال پخوا یې ژوند کاوه.”

دا هم ولولئ:  د افغانانو دودیز خواړه

څېړونکي وايي چې دا ستونزمنه ده چې په سمه توګه پوه شو دا مخلوقات څه ډول ښکاره کېدل ځکه چې دوی تر ټولو د نرم بدن څېښتنان وو او کوم سوچه فوسیل ورنه نه دی پاتې شوی.

د ویانا پوهنتون څخه ډارین شولټز چې په یاده څېړنه کې یې برخه لرله وايي:” دا کشف به د حیواناتو د پرمختګ په اړه ښه پوهه رامنځته کړي.”

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button