نړیوال خبرونه

چارواکي:طالبانودوه هفتو کې۸۹ افغانان وژلي

د هیواد بازې چارواکي وايي چې طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې ۸۹ ولسي وګړي وژلي او ۱۵۰ نور یې ټپیان کړي. بلخوا وسله والو طالبانو د افغان حکومت دا ادعا رد کړې او ویلې یې دي چې ددولت په بریدونو کې هره ورځ ملکیان په نښه کیږي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ميډیا ته وویل ، طالبانو د تېرو دوه هفتو کې هم د مخکې په څېر د افغانانو خلاف تاوتریخوالي کوي “د سړک د غاړې په بمي چاودنو او هدفي بریدونو کې ډېر شمېر ملکي افغانان وژل شوي چې زیات شمیر یې په کندهار، کابل او سرپل ولایتونو کې دي. دا ملکي مرګ ژوبله په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د سولې په هڅو کې تر پخوا پرمختګونهزیات شوي،

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیوته وویل، دوی په هېڅ ځای کې ملکيانو وژل هدف ندۍ او نه هم داسې څه پيښ شوي. دی ادعا کوي چې د افغان حکومت په بریدونو کې هره ورځ هیوادوال مړه کيږي، په ورته وخت کې تېره شپه هم د لوګر ولایت مرکز اړوند التمور سیمه کې نامالومو وسله وال یو کور ته اوښتي او د هغه کور څلور غړي یې وژلي او دوه تنه نور یې ټپیان کړي.

د لوګر پولیسو ویاند شاپور احمدزی وایي، په وژل شویو کې د دې کورنۍ مور او درې لوڼي شاملې دي او ټپیانو کې د یادې کورنۍ یوه لور او ځوان زوی شامل دی. ښاغلی احمدزی وايي، د یادې پېښې په اړه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

خوست کې هم تېره شپه د حزب اسلامي ګوند د ولایتي مسؤل په ګډون د دې ګوند اته تنه وژل شوي دي. د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر وایي، تېره شپه دا پېښه شاوخوا نهه نیمې بجې د دې ولایت د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ اړوند کلینک ته څېرمه سیمه کې شوي.

ځايي پولیس وايي، یاد برید کې د حزب اسلامي ولایتي مسول “عبدالوالي اخلاص” په شمول اته کسان وژل شوي او یو ژوبل دی. د سیمې خلک وایي، لار کې وسله والو د عبدل ولي او ملګرو لپاره کمین نیولی و. کومې وسلوالې ډلې تر اوسه د دې برید مسئولیت نه دی منلی.

دغه ډېره د خطر خبره ده چې بریدونه کيږي خو ولې عاملين ېې نه معلوميږي که مونږ اوګورو د پخوا راهېسې ډېر بریدونه کيږي خو اوسمهال ېې کومه ډله په غاړه نه احلي او ردوي ېې طالبانو هم د دغه بریدونه اکثره ردوي او دغه پېښې جنایت بولي،

دولت باید سولې لپاره جدي ګامونه پورته کړي اوټول سیاسیون باید نور سره یو لاس شي ترڅو افغانستان د دغه بد بختیو نه خلاص شي اونورو هیوادونو د محتاجۍ نه هم خلاص شي افغانستان د څو کلونو راهیسې په جنګ اخته دۍ هره ورځ دطالبانو لخوا بریدونه کيږي اوعام ملکیان پکې وژل کيږي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button