ځاییسیمه ییز خبرونه

چین د طالبانو سفیر بلال کریمي په رسمي توګه ومانه

طالبان وايي چې چین د دوی کس بلال کریمي د رسمي سفیر په توګه ومانه

دا لومړی ځل دی چې په نړۍ کې چین د طالبانو رسمي سفیر مني او همدارنګه یې افغانستان ته د دیپلوماتیک عرف سره سم خپل رسمي سفیر استولی دی.

طالبان وايي، د چین حکومت د دوی له خوا ګومارل شوی ډیپلوماټ بلال کریمي په دغه هېواد کې «د افغانستان د رسمي سفیر په توګه ومانه.»

چین هم لومړنی هېواد دی چې په تېر سپټمبر کې یې د افغانستان لپاره خپل رسمي سفیر معرفي کړ او د طالبانو ریس الوزرا یې په ځانګړو مراسمو کې باورلیک ومانه.

طالبان د چین له لوري په رسمیت پېژندل شوي

که څه هم کوم هېواد طالبانو پر رسمیت نه پېژني، خو دا پر ۲۰۲۱ کال واک ته د دوی تر رسېدو راهیسې لومړی ځل دی چې یو هېواد یې استازی د رسمي سفیر په توګه مني.

طالبانو تېره اونۍ وویل، چې د خپل حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي یې د چین لپاره د سفیر په توګه ټاکلی دی.

نور ولولئ: چین د افغانستان لپاره نوی سفیر ټاکلی

نور ولولئ: چینایان په کندهار کې د څه په لټه کې دي؟

نوموړی د نومبر پر ۲۴ چین ته لاړ او نن د طالبانو ویاند د چینايي چارواکو له خوا د هغه د باورلیک منلو خبره کوي.

ذبیح الله مجاهد د بلال کریمي او چینايي چارواکو د عکس شریکولو سره وايي: «محترم بلال کریمي نن د ۲۰۲۳ میلادي کال د ډیسمبر په اوله نیټه د خپلې اعتمادنامې کاپي د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو لوی رئیس هونګ لې ته وسپارله.«

په دې اړه د چین هېواد اعتراف

نوموړی د هونګ لي له قوله په خپله اعلامیه کې زیاتوي، چې د طالبانو د رسمي سفیر صاحب په راتګ سره د چین او افغانستان ترمنځ دغه مثبتې اړيکې لا پیاوړي او پراخې شي.

د دوی په خبره، د طالبانو د سفیر باورلیک اصل به په ځانګړو مراسمو کې د چین ولسمشر ته هم وړاندې کړل شي.

ښاغلي کریمي هم له نوموړي سره خبرو کې ویلي چې، د دواړو هیوادونو تر منځ لوړې کچې ته د روابطو پورته کیدل یو مهم فصل دی او د لا قوي کیدو او پراخیدو هیله یې لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان تر اوسه په نړۍ کې کوم بل هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي او نه یې هم ورته رسمي سفیران لېږلي دي، خو چین بیا په دې برخه کې لومړنی هېواد شو چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button