اقتصاد او سوداګري

چین: ډېر ژر به افغانستان ته له تعرفې پرته د سوداګرۍ بلنه ورکړو

د طالبانو لپاره د چین سفیر وايي، ډېر ژر به افغانستان ته له تعرفې پرته د سوداګرۍ بلنه ورکړي

په کابل کې د چین سفیر وايي، هېواد یې د ساختماني او او انرژۍ د توکو په ګډون د چین بازار ته له تعرفې پرته د طالبانو لاسرسی برابروي. جاو شينګ پرون له ملا کبیر سره تر لیدنې وروسته په خپل اېکس کې لیکلي: “چین به د سل سلنې تعرفې پرځای افغانستان ته صفر فیصده تعرفه وړاندې کړي.”

له هغه وروسته چې طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، چین له طالبانو سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دی، خو د نورو هېوادونو په څېر یې هم د دغې ډلې د حکومت له رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.

طالبانو د عوایدو د لوړلو په هڅه کې

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د چینایي کمپنیو ته د کانونو ځیني زیرمې په واک کې ورکړې دي.

په همدې حال کې، د افغانستان د لیتیم، مسو او اوسپنې د زېرمو پلورل به له طالبانو سره مرسته وکړي، چې خپل ضعیف اقتصاد پیاوړي او د اړتیا وړ عاید چمتو کړي.

نور ولولئ: ولې پاکستان کې هند ته د افغان سوداګرو صادرېدونکې توکي تر برید لاندې راځي؟

نور ولولئ: چین به د افغانستان پر سوداګريزو مالونو ګمرک معاف کړي

په افغانستان کې د چین سفیر جاو شينګ د پنجشنبې په ورځ ناوخته په خپله رسمي خواله رسنۍ کې د طالبانو له مرستیال عبدالکبیر سره د لیدنې له انځور سره لیکلي: “چین به له افغانستان سره د ۱۰۰ سلنې تعرفې په ځای صفر سلنه تعرفه وړاندې کړي.”

د چین د ګمرکونو د معلوماتو له مخې، افغانستان تېر کال چین ته د ۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي، چې نږدې ۹۰ سلنه یې جلغوزي دي.

نور هېوادونو ته د توکو صادرول

طالبانو ویلي دي د بهرنیو پانګوالو د راجلبولو په لټه کې دي، چې د افغانستان د اقتصاد په پرمختګ کې مرسته وکړي او د هېواد له معدني شتمنیو ګټه پورته کړي.

د معلوماتو له مخې په کابل کې د چین سفیر تېر سپټمبر کې له ګومارل کېدو راهیسې د کانونو، تېلو، سوداګرۍ او سیمه ییزو اړیکو له مسوولو طالبانو مسوولینو سره د لیدنو انځورونه خپروي.

څو چینایي شرکتونه په افغانستان کې فعالیت کوي، چې په هغو کې د چین متالورژیکال شرکت، چې په لوګر کې د مسو د یوه لوی کان د اېستلو په اړه یې د طالبانو له حکومت سره خبرې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې چین د افغانستان د زېرمو د ایستلو په لټه کې دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button