ژوندژوند او ټولنه

چین کې هغو نجونو ته چې له ۲۵ کالو کم عمر کې واده کوي، جایزې ورکوي

د چين په ختيځ کې د ودونو دودولو په موخه، کم عمر لرونکو ناویانو ته نغدي جايزې ورکوي

د چين په ختيځ چانګشان ولسوالۍ کې هغو جوړو ته چې ناوې يې ۲۵ کلنه یا تر دې هم کم عمره وي، نغدي جايزې ورکوي.

دا جایزه له مناسب عمر سره سم واده او د ماشوم زېږولو د دودولو په موخه ورکول کېږي.

د دغې نغدي جایرې اندازه زر یوان ده، چې د ۱۳۷ ډالرو سره برابره ده.

دا چاره د چین نفوس ډېرېدو لپاره ده

په شپږو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د چین نفوس کم شوی او د نفوس له چټکې ځوړتیا سره سم د دغه هېواد چارواکو په سمدستي توګه د زېږون د کچې د لوړولو لپاره یو لړ تدابیر نیولي، چې په هغه کې مالي جایزې او د ماشومانو د پاملرنې اسانتیاوې یې په پام کې نیولي دي.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ پر چینايي انجینرانو برید شوی

په چین کې د واده کولو قانوني عمر د نارینه وو لپاره ۲۲ او د ښځو لپاره ۲۰ کاله ټاکل شوی دی؛ خو د واده کولو شمېر مخ په کمېدو دی.

د حکومتي مالوماتو له مخې چې په جون میاشت کې خپاره شوي، په ۲۰۲۲ کال کې د ودونو کچه ۶،۸ ملیونه وه چې د ۱۹۸۶ کال راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.

دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د چین د زېږوږون کچه چې دا مهال په نړۍ کې تر ټولو ټیټه کچه ده، په ۲۰۲۲ کال کې ۱،۰۹ ته راښکته شوې.

ښځې ولې له زیږون څخه ډډه کوي

د ماشومانو د پاملرنې لوړ لګښتونه او د کار پریښودل ددې لامل شوی چې میرمنې د ډیرو ماشومانو د زیږون څخه ډډه وکړي.

جنسیتي توپير او د خپلو ماشومانو د پالنې په اړه د ښځو دودیز دریځونه لا هم په ټول چین کې پخپل ځای پاتې دي.

د چين د اقتصاد د باثباته حالت په اړه زياتېدونکې انديښنې هم د ځوانو چينايانو تر منځ د واده کولو او اولادونو د پيدا کولو په اړه د لېوالتيا له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي.

نور ولولئ: چین څه غواړي؟ هواوې شرکت افغانستان کې د داعش د څار لپاره کمرې نسبوي

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې داسې قوانین راوړل شوي چې ښځه او خاوند له دوو یا درو څخه زیات اولادونه نه شي زیږولی چې دې قوانینو د وخت په تېرېدو سره په هېوادونو کې ځوانې بشري قوي د نشتون ستونزه رامنځته کړه او ددې د حل لپاره اوس د چین په څېر هېوادونه اړ دي څو دا ډول برنامې پلي کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button