اقتصاد او سوداګري

ډالر ولې پر نړۍ واکمني کوي او ددې راز څه دی؟

پر نړۍ د ډالر واکمني او ددې کرنسي تر شا ډېر پټ رازونه دي چې تاسو باید ورباندې پوه شی

مهمه ده چې یادونه یې وکړم نن چې نړۍ په اقتصادي ډګر کې غښتلې ده، زما په نظر یو لامل یې د پیسو او د بانکي سکتور رامنځ ته کېدل دي، پخوا چې پیسې نه وي، نو؛ ښکاري قبیلو به له پوستکو او غشو څخه د تبادلې په توګه استفاده کوله، کلېوالو خلکو به د حیوانانو او کرنیزو محصولاتو څخه او جنګي قبیلو به غلامان تبادله کول، هېره دې نه وي په افریقا او بحرالکاهل جزیري خلکو به صدف او د مرغۍ بڼکې تبادل کولې، یعنې هغه وخت یوه واحده او ټولو قبیلو ته داسې منل شوي کرنسي نه وه، چې دوي پرې راټول شي، نو؛ ځکه د پخوا په پرتله اوس اقتصادي چرخ ډېر تیز او ګړندی تاویږي، نو؛ د دې دپاره  د نړۍ ټولو هېوادونو په خپل هېواد کې د یوې واحدې کرنسۍ چاپولو ته مټې بډ وهلي او د هر هېواد مرکزي بانک مکلف ؤ چې د خپلو لوټونو د چاپولو وروسته یو څه اندازه سره زر د بریټن ووډ د تر سره شوي قانون او کنفراس په اساس په نړیوال بانک کې ذخېره کړي، تر ۱۹۷۱ م کال پورې به امریکا د ۳۵ ډالرو تر شا به یو اونس سره زر د خپلو پیسو د ارزښت په خاطر په نړیوال بانک کې کېښودل، خو؛ دې کار دومره دوام ونه کړ او امریکا له دې قانون سرغړونه وکړه، څو میاشتې وروسته د امریکا مرکزي بانک ۱۴ ميلیارده ډالر چاپ کړل او تر شا یې هېڅ هم ضمانت کېنښود، دا چې په بازار کې د ډالرو غوښتنه زیاته وه، نو؛ امریکا نشو کولای د هر ۳۵ ډالرو تر شا یو اونس سره زر کیږدي، او همدارنګه د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې نړیوال نغدي صندق منځ ته راغی، چې دې سره په نړیوال اقتصاد کې د امریکایي ډالرو ارزښت اوچت شو، او د پیسو د تضمین کنټرول ډالرو واخېست حال دا چې سره زر د ۱۹ میلادي پیړۍ په اوږدو کې او د شلمې پیړۍ په سر کې د پیسو پشتوانه وه.

په امریکا کې انفلاسیون نه رامنځ ته کېدل

که په ساده ډول یې ووایم امریکا دا ډالر یواځي د ځان د پاره نه چاپوي بلکې په ټوله نړۍ کې د سويفټ، ټي ټي، ویسټریونین او کوډینګ له لارې او ځینې وخت په نغدي شکل د نړۍ له یو څو هېوادونو پرته نور بیا د نړۍ په په ټولو هېوادونو کې خپریږي،  د دې ترڅنګ اکثره هېوادونه اوس وخت کې په نړیوال بانک کې د پیسو د پشتوانې په توګه ډالر کږدي، او د نړۍ اکثره خلک په لوړه کچه سپماوې، پور اخیستل او همدارنګه خپل هېواد د پولي سیاست ساتنه، سترې معاملې په امریکایې ډالرو ترسره کیږي او هر کله چې په یو هېواد کې بهرنۍ کرنسي زیاته استفاده شي، نو؛  پر خپله کرنسي یې ولس باور او اعتماد له لاسه ورکوي، همدا لاملونه دي، امریکایي ډالر د پپسو له پړسوبه ژغورل کیږي او امريکا د ډالرو له برکته په نړۍ کې هر جګړه ګرمولی او سړولی شئ، چې ښکاره مثال یې د جوبایډن له اسرائیلو تر ستنېدا وروسته په امریکا کې د ګانګرس غړو ته دا وینا وه:

(( یوازې امریکا کولی شي، نړۍ کې د بې نظمۍ مخه ونیسي، هغه کانګرس نه وغوښتل چې اوکراین ته ۶۰ ملیارده او اسرائیلو ته ۱۳ ملیارده ډالر مرسته منظور کړي ))

نور ولولئ: نن او پرون یو ځل بیا د ډالر په مقابل کې پاکستانۍ کلداره راوېدلي

نور ولولئ: د افغانۍ ارزښت؛ یو ډالر ۷۷ افغانۍ ته ښکته شوی دی

که امریکا وغواړي دا ډالر ډېر ژر چمتو کولای شي د امریکا د چاپ او خپرندوی اداره بیا د ورځې 9.8 ټنه رنګ، د ډالري بانکنوټونو د چاپ په موخه مصرفوي، هغوي یې علت د زړو ډالرو نوی کېدل یادوې، حال دا چې تجربو ښودلې یو بانکنوټ تر هغه مهاله چې 8000 ځله قات نشي د کاره نه لویږي، همدارنګه امریکا هېواد یو ډالري بانک نوټ وروسته له 5.9 کلونو او 100 ډالري بانکنوټ وروسته له 15 کلونو د بازار څخه بهر کوي،  خا بیا دومره زیات رنګ مصرف د څه دپاره؟

باید دا ومنو د امریکا د اقتصادي پرمختګ یو دلیل هم همدا ډالر دي، ځکه یې د همدې ډالرو له برکته د عربو ټول تيل واخیستل او خپلې ودریدلي فابریکې یې پرې چالانه کړې، د نړۍ کمزوري هېوادونه یې اشغال کړل او هلته یې د خپلې خوښې نظامونه جوړ کړل، د ڼړۍ د مختلفو هېوادونو نه یې ځیني کدري ځوانان راخپل کړل او له هغو یې د ځان پاره کار واخېست رنګارنګ پرمختللي جنګي، الکترونیکي، هوایي چورلکې او دې ورته نور وسایل یې پر جوړ کړل، او په بدل کې یې ښه پریمانه ډالري معاشونه ورکړل، لنډه دا که چېرې په نړيواله کچه د ډالرو حيثيت ختم شي، نو؛ امريکا سره به دومره قوت نه وي چې د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د جګړو منځګړیتوب او یا پلوي وکړي او یا یې د زور واګي دورمره قوي وي چې پرې ناز وکړي، او په نړۍ کې ډالر د استعمال له مخې په دريو برخو وېشل کیږي

لومړي: رسمي ډالر ساتنه

دویم: نیمایې رسمي ډالر ساتنه

دریم: غیر رسمي ډالر ساتنه

لومړي: رسمي ډالر ساتنه دا په دې معنی چې په یو هېواد کې ملي پیسې په رسمي توګه په ډالر یا کومې بلې بهرنۍ کرنسي تبدیلي شي، په دې ډول حالاتو کې بهرني اسعار د یو هېواد د ملي پیسو رول لوبوي، لکه؛ پیرو، ایلسلوادور هغه هېوادونه دي چې په رسمي ډول له ډالرو کار اخلي او استفاده ترې کوي.

دویم: نیمایې ډالر ساتنه دا په دې معنی چې په یو هېواد کې د ملي پیسو سره سره بهرنۍ پیسې هم د چلښت وړ وي، لکه؛ لیستو او سوازیلند دوه افریقایی هېوادونه دی

دریم: غیر رسمي ډالر ساتنه دا په دې معنی چې په دې ډول کارونه کې یو هېواد خپل پولي واحد درلودونکی هم وي، خو؛ بیا هم د محاسبې د واحد، سپما کولو او په  لوړو معاملو کې ترې استفاده کوي، لکه؛ افغانستان غیر رسمي ډالر ساتنه کې یو هېواد تل له ستونزو سره مخ وي ځکه چې ځینې وخت پر ملي پیسو باندې د خلکو اعتماد سخت زیانمنیږي.

ولې د ځینو هېوادونو دولتونه له ډالرو سره پریکون نه کوي؟

د یوې څیړنې پر بنسټ دا چې ډالر یوه نړېواله کرنسي ده، يو چند په امریکا کې دننه او دوه چنده د امریکا څخه بهر د اکثره هېوادونو د اقتصادي چارو کې څرخیږي دا باید ومنو، ډالر اوس یوه منل شوي کرنسي ده پر ټول نړۍ یې د خپلې بادشاهۍ وزرې غوړولي په اوس وخت کې د ځینو وروسته پاتې هېوادونو او پرمختللو هېوادونو لوړپوړ چارواکي چې له امریکا سره دوستي لري او یا دښمني، خو؛ دوي د هېواد دپاره لوړ معاملې په ډالرو باندې دي، د خپلو پیسو د پشتوانې تر شا ډالر دي، د دوي سپما شوې پیسې ډالر دي که چېرته دوي  له دولتي چوکاټه ډالر وباسي او یا یې د خپلو هېوادونو پر اوسېدونکو یې د بهرنیو اسعارو د حسابونو په يرانېستلو کئ محدودیت یا بندیز ولګوي، نو؛ د دې هېوادونو اوسېدونکي بیا خپلې پیسې تر توشکې لاندې ساتي او یا یې په قاچاقي ډول بهر ته لیږدوي، چې دا بیا یوه بله ستونزه ده همدارنګه ډالر ساتنه د ځینو هېوادونو مرکزي بانکونو پولي سیاست لپاره یو ستره ننګونه هم ده که پریکون ور سره وکړي شاید له اقتصادي بحران سره مخ شي او د یو هېواد صادرات او واردات په ټپه ودریږي که بدیل یې پیدا شي بیا نو هېڅ ستونزه نشته.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button