نړیوال خبرونه

ډاکټر عبدالله دوحه کې د بېلا بېلو ملکونو استازه سره دافغان سولې په اړه خبرې شوي

ډاکټر عبدالله دوحه کې د مختلفو ملکونو نمایندګانو سره لیدل کتل شوي.ښاغلي عبدالله د افغان افغانسولې لپاره دامریکا ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد خلیلزادسره لیدل کتل شوي.

په دی ناسته کی د سولې د مذاکراتو د پرمختګ پر وړاندې په شته خنډونو مې خبرې وکړې او مذاکرات یې د حل یوازینۍ لاره یاده کړه. دغه راز د طالبانو له لوري د ښارونو او ولسوالیو د اشغال او بریدونو په اړه هم وویل، چې دغه اقدامات د سولې له پروسې سره مرسته نکوي؛ بلکې د ډېرو افغانانو د وژل کېدو او زرګونه کورنیو د بېځایه کېدو لامل ګرځي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د بریدونو او تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه وښوده او ټينګار یې وکړ، چې جګړه حل لاره نه ده.ډاکټر عبدالله همداراز د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي حمیدرضا دهقانی سره هم لیدلي.

نوموړی په دوحه کې د سولې په روانو هڅو او په افغانستان کې په روانې جګړې بحث وکړ او ویې ویل، چې د ستونزې حل خبرې اتري دي. هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه وښوده او ټينګار یې وکړ چې جګره حل لاره نه ده. ښاغلي حمیدرضا دهقانی افغانانو ترمنځ په یووالي ټينګار وکړ او ویې ویل، چې په زور واک ته د رسېدو هڅې به په افغانستان کې جګړه وغځوي.نوموړی

fb img 1628684244818

له افغانستان سره مې د ایران له همکاریو نه د مننې ترڅنګ وویل، چې په افغانستان کې طالبانو پر افغانانو جګړه تحمیل کړې چې دا د افغانستان او د سیمې په ګټه نه ده. په افغانستان کې شته جګړه او نا امني خلکو ته زیان اړوي او طالبان خپلو موخو ته نشي رسولای. افغانان د خپلو امنیتی ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او د هر ډول تحمیلي جګړې او حاکمیت پر وړاندې درېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button