ډونلډ ټرمپ: امريکايي فوځ بايد د دوحې تړون پربنسټ له افغانستانه وځي

ډونلډ ټرمپ: امريکايي فوځ بايد د دوحې تړون پربنسټ له افغانستانه وځي امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ولسمشر جو بايډن سختې نيوکې کړي، چې د امريکايي عسکرو د ويستلو نېټه يې ځنډ سره مخ کړې ده.
ښاعلي بايډن ويلي چې د مې له لومړۍ نېټې به د ټولو امریکايي ځواکونو وتل پيل کړي او تر سپټمبر پورې به ټول عسکر افعانستان ترک کړي خو ډونلډ ټرمپ پر نوموړي نيوکې کړي او غوښتنه يې کړې چې امريکايي ځواکونه بايد د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون له مخې د مې مياشت تر لومړۍ نېټې ووځي.ټرمپ ويلي، کاشکې بايډن د امريکايي ځواکونو د ويستلو لپاره د سپټمبر نېټه نه وای مشخصه کړې
ټرمپ زياته کړې «موږ کولی شو، چې ژر تر ژره خپل سرتيري له افغانستانه وباسو، ۱۹ کاله ډېر وخت دی، دا ډېره اوږده موده وه، چې امريکايي ځواکونو هلته په جګړه تېره کړه» ډونلډ ټرمپ چې د ۲۰۲۰ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې يې ماتې خوړلې، د افغانستان جګړې د ختمولو او د دوحې تړون له مخې د امريکايي ځواکونو د ویستلو غوښتنه کړې ده.
هغه ويلي، له طالبانو سره له تړون وروسته يې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر له ۱۶ زرو څخه ۲۵۰۰ ته راښکته کړ او هوډ يې درلود، چې د مې تر لومړۍ نېټې خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي.او د افغانستان جنګ نور پای ته ورسوي.

پخواني جمهور ریس زياته کړې چې د افغانستان جګړې ختمول او د پوځيانو ويستل مثبت ګام دی او په دې اړه يې قوي تګلاره جوړه کړې وه. ټرمپ دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې د امریکا ولسمشر جو بايډن د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړه