کورني خبرونهنړیوال خبرونه

ژنیو کې د افغانستان استازولۍ د طالبانو د سرغړونو خپلواکه ارزونه غوښتې

ژنیو کې د افغانستان استازولي وايي، د طالبانو سرغړونې دې په خپلواک ډول وارزول شي

په ژنیو کې د افغانستان دایمي استازولي د طالبانو تر حاکمیت لاندې د بشري حقونو څخه د روانو سرغړونو او په سیستماتیک ډول د ناسمې ګټې اخیستنې د اقداماتو په اړه په خپلواک ډول د ارزونو ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

ددغې استازولې یوې غړې ثریا عزیزي د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (حمل اووم) وویل چې د تیرو شاوخوا دریو کلنو راهیسې په افغانستان کې خلک د طالبانو له خوا د سرغړونو په سیستماتیک ډول د ناسمې ګټې اخیستنې له اقداماتو څخه کړیږي.

د م.م د بشري حقونو شورا او د انساني کرامت خوندي کول

میرمن عزیزي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته وویل چې د پسرلي او د نوي تعلیمي کال په رارسیدو افغان نجونې لا هم نشي کولی چې ښوونځیو ته لاړې شي.

طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

د میرمن عزیزي په وینا د بدلون لپاره یوه ګډه انګیزه شته او تاریخ به په یاد ولري چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د هر وګړي د حیثیت او کرامت د بیرته خوندیتوب لپاره خپل یو پریکنده او زړه سوانده اقدام ترسره کوي.

نور ولولئ: ګوتریش: په افغانستان کې ښځې له عمومي ژوند څخه محرومې شوې دي

نور ولولئ: د م.م د ښځو برخې مسئوله: افغانستان کې ښځې له جدي ناورین سره مخامخ دي

میرمن عزیزي وویل: ” مونږ په خپلواک او یو موټې ډول د پلټنو د یو مکانیزم څخه د ځواب ویلو څخه د ډاډ او د سولې لپاره ملاتړ کوو. راځئ په دې پسرلي کې په افغانستان کې د هر وګړي د هیلې او عزت د بیا احیا کیدو لپاره تاریخ جوړ کړو”.

د افغانانو د بشري حقونو نقض

ددې دمخه هم په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي و چې پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ د دریو کلنو په تیریدو ددغه هیواد خلک لا هم په وحشتناک ډول د بشري حقونو له سرغړونو څخه کړیږي.

دغه نمایندګۍ ویلي چې افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو له پلوه په نړۍ کې یو ترټولو بد هیواد دی او په کار نه دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کسان چې ناهیلي شوي له یاده وایستل شي.

دغه استازولۍ له نړیوالو بنسټونو او د بشر حقونو له سازمانونو غوښتي چې د افغانستان اوسني بد وصعیت ته پام وکړي او د خوندیتوب لپاره دې بې پرې ځان ور ورسوي.

طالبان بیا په افغانستان کې د بشري حقونو له نقض انکار کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button