اقتصاد او سوداګري

کابل به د ملي او نړیوال صنعتي اوونۍ د نندارتون کوربه وي

اړوند خبرونه: 

د افغان-قزاق سوداګریز وصل کېدل او دویم لوی نندارتون

په ملي صنعت او نړیوال نندارتون کې ښځې سوداګرې

د افغانستان د صنعت او کانونو خونې عمومي ریس شیرباز کمین‌زاده پرون (سه‌شنبه، د غویي ۳۰مه) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د ملي او نړیوال صنعتي اوونۍ نندارتون به د سلګونو کورنیو تولیدونکو په ګډون سره سږ کال د غبرګولي میاشتې په شپږمه نیټه په کابل کې ترسره شي.

هغه زیاته کړه چې په دې نندارتون کې، چې سږکال به د جون له ۲۶ څخه تر ۲۹ پورې د نړیوال نندارتون په مرکز کې ترسره شي، متشبثین او پانګوال به خپل محصولات په ۷۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي.

هغه د کابل ښاریانو څخه وغوښتل چې نندارتون ته مراجعه وکړي، او ویې ویل چې په نندارتون کې ۲۵ سلنه ځانګړی تخفیف ورکړل شوی دی ترڅو ښاریان وکولی شي خپلې د اختر میوې د بازار په پرتله په ټیټه بیه واخلي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز عمومي رییس محمد صابر لطیفي وویل چې دا نندارتون د صنعتکارانو د هڅونې او ملاتړ لپاره جوړیږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، نندارتون به د شپږو ورځو لپاره، هره ورځ د سهار له ۹ بجو څخه تر ماښام ۹ بجو پورې د خلکو پر مخ خلاص وي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د هېواد د ملي صنعت ملاتړ وکړي او کورني محصولات واخلي ترڅو پانګوال په دې برخه کې وهڅول شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button