ټکنالوجيځایی

کابل کې د برښنا دوامداره پرچاوي؛ طالبانو له تاجکستان سره د لېږد تړون تمدید کړ

کابلیان په کابل کې د یخ په رارسېدو د برښنا له دوامدارې پرچاوي سره مخامخ دي

کابلیان شکایت کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۶ ساعته برښنا لري. د کابل په ځینو سیمو کې بیا برښنا داسې وخت راځي چې په هغه وخت کې کورنۍ له برښنا ګټه نشته اخیستلی. ددې سیمو اوسېدونکي وايي، چې کله کله د شپې په ناوخته کې راشي خو د ملا له اذان سره بېرته قطع کېږي.

له همدې امله په کابل ښار کې ګڼو اوسېدونکو سولر پېرلي او یوازې یې له رڼا ګټه اخلي، ځکه دوی نه شي کولی چې ټول برقي کارونه د سولرو په برښنا حل کړي.

خو طالبانو بیا له تاجکستان سره د برښنا د اخیستو تړون نوی کړ

په افغانستان کې د برېښنا ملي شرکت مسوولین وايي، د راتلونکي ۲۰۲۴ کال لپاره یې له ګاونډي هېواد تاجکستان سره د برېښنا اخیستو تړون د تمدید هوکړه لاسلیک کړې ده.

د برېښنا پېرلو تړون تمدید هوکړه لیک په ترکیه کې د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د طالبانو حکومت ګومارل شوي مشر محمد حنیف حمزه او د تاجکستان د برېښنا سهامي شرکت مشر محمد عمر عیسی زاده لاسلیک کړه.

نور ولولئ: ملا برادر: ایران دې د برښنا تولید برخه کې همکاري وکړي

نور ولولئ: افغانستان د ۲۲۲۰۰۰ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري

د برېښنا شرکت له لوري په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د تړون تمدید لاسلیک په دې غونډه کې د ۵۰۰ کیلوواټ برېښنا لېږد لائن تمدید پر موضوع هم خبرې شوې او د اعلامیې په ټکیو تاجکستان چارواکو دې موضوع ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.

په کابل کې د برښنا د پرله‌پسې پرچاوي ستونزه چېرته ده؟

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برښنا شرکت وايي چې په ژمي کې په کابل کې برښنا ته اړتیا ډېره ده، نو دغه ریاست نه شي کولی چې په یوه وخت کې ټولو سیمو ته برښنا ور خوشي کړي. دوی وايي، چې د مجبوریت پر اساس دغه برښنا هرې سیمې ته د مهالویش له مخې پرېښودل کېږي.

خو په برښنا ریاست کې کره سرچینې وايي، د برښنا پرچاوي له دې امله زیاته ده چې په ریاست کې د طالبانو رییس صنعتي فابریکو ته د بډو په مقابل کې له ټاکل شوي اندازې زیاته برښنا ورکوي او همدا لامل دی چې د ژمي په رارسېدو د برښنا پرچاوي زیاتېږي.

د یادونې وړ ده چې د برښنا پخوانی رییس ملا احمد له یوه هلک سره د ناوړه اړیکو لرلو له امله هغه وخت یوازې له دندې ګوښه شو چې ویډیو یې رسنیو ته درز وکړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button