کابل کې د جاپان سفیر: له افغان کډوالو سره مرستې باید دوام وکړي
اړوند خبرونه:
مولوي کبیر پنجشیریانو ته په خطاب کې؛ زموږ په نظام کې توپیري چلند نشته
پر ګاونډیو هېوادونو د طالبانو غږ؛ افغان کډوال جبري مه راشړئ
د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا د کډوالو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د افغان کډوالو په ملاتړ ټینګار وکړ.
وزارت نن (چهارشنبه، د سلواغۍ ۱۷مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د دې غونډې اعلان وکړ، او زیاته یې کړه چې د غونډې په جریان کې، تاکایوشي وویل چې جاپان تیر کال له ایران او پاکستان څخه راستنیدونکو افغان کډوالو سره ۱.۵ ملیون ډالر مرسته کړې وه.
د کډوالۍ او راستنیدونکو چارو وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې، جاپان د راستنیدونکو لپاره د دوامداره همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ټینګار وکړ.
له بلې خوا، مولوي عبدالکبیر هم ویلي دي چې دا مرسته باید سیاسي اړخ ونه لري.
د هغه حکومت له افغانستان سره ټولې بهرنۍ مرستې، په شمول د مالي مرستو، د دریو میاشتو لپاره وځنډولې.
ټرمپ ویلي دي چې د امریکا بهرنۍ مرستې او د هغې بیوروکراسي د امریکا له ګټو سره سمون نه لري او په ډیری مواردو کې د هېواد د ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د راپور له مخې، سږ کال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ایستل زیات شوي دي، او په ورته وخت کې، هېواد ته د افغان کډوالو راستنیدل هم زیات شوي او د بشري مرستو اړتیا زیاته شوې ده.