نړیوال خبرونه

کابل کې د دیني عالمانو غونده؛ له ۳۴ ولایتونو څخه به ۳۰۰۰ کسان ګډون وکړي

سرچينې وائي په دغه غونډه کې به په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو چارو خبرې اترې کيږي

د دیني عالمانو په غونډه کې چې ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ د لویې جرګې په تالار کې جوړه شي، له ۳۴ ولایتونو نه به څه باندې درې زره کسان په کې ګډون وکړي. د دې غونډې یوه موخه اوسنیو ستونزو ته د حل لارې پیدا کول بلل شوي دي.  سرچینو ویلي دي،چې په دې غونډه کې به د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو په هکله خبرې وشي.

دغه سرچینې زیاتتوي چې په دغې ناسته کې له ټول هېواده به درې زره کسان ګډون وکړي. د ښځو او ماشومانو د حقونوفعاله مریم معروف آرین وايي:«زموږ د افغانستان د خلکو تمه دا ده چې په دا ډول غونډو کې ټولو قومونو په ځانګړې توګه ښځو ته بلنه ورکړل شي ترڅو کړای شي په خپله د خپلو حقونو په هخکله خبرې وکړي.»

 

د سیاسي چارو شنونکي جاوېد سنګ دل وویل:«تر هغې چې د عامو او متخصصانو نظر وانه خیستل شي او اوسنۍ ننګونې مشخصې نه شي، دا نظرونه به افغانستان له نورو ډېرو ننګونو سره مخ کړي او نه شي کولای اوسنۍ ننګونې حل کړي.»  که څه هم سرپرست حکومت تر اوسه په رسمي توګه د دې غونډې د اجنډا په تړاو څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې پر نورو مسایلو سربېره د تړلو ښوونځيو پرانیستل به هم د دې غونډې په اجنډا کې شامل وي.

نور یی ولوله| طالبان کابل کې د ‘دیني عالمانو او قومي مشرانو مشورتي’ غونډه جوړوي

نور یی ولوله| فاروق وردګ: درې رنګه بېرغ ماته او ۴۰ میلیونه انسانانو ته ډوډۍ نه ورکوي 

د سیاسي چارو شنوونکی احمد منیب رسا څرګندوي:«شونې ده په دغې غونډه کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په هکله هم پرېکړه وشي چې ایا نجونې به ښوونځيو ته ولاړې شي که نه؟» بل خوا د بشري حقونو د څاربنسټ د دې غونډې له جوړوونکو غواړي چې پر نورو مسایلو سربېره بشري حقونو او په ځانګړي توګه د نجونو او ښځو حقونو ته هم پاملرنه وکړي.

د بشري حقونو مسله هم د اجنډا په سر کې ده

د بشري حقونو د څاربنسټ مرستیاله هېډر بار وايي:«په دې جرګې کې به دغه راز د ټولو قومونو استازي حضور ونه لري، دلته د انساني حقونو بحث هم مطرح دی، ټول سترګې پر لار دي چې دغه جرګه وکړای شي، د بشري حقونو د تر پښو لاندې کېدو د مخنیوي او د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره ګامونه پورته کړي. خو زه ډېره خوشبینه نه یم، ځکه په دې جرګه کې به ښځې حضور ونه لري چې دا د دې جرګې نه مشروعیت ښيي.» تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویل شوي چې د علماوو د شورا غونډه به څو ورځنۍ وي، خو د کابل پوليتخنیک پوهنتون ریاست د دغه پوهنتون رخصتۍ اته ورځې اعلان کړی ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button