Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیاست

کابل کې د مېرمنو مجبوریت او بې‌وزلي

د طالبانو له راتګ سره سم په کابل کې د بې‌وزلو ښځو شمېر کې زیاتوالی راغلی دی

د کابل ښار پر سړکونو د لاسي توکو یوشمېر ښځینه پلورونکې وايي چې د وزګارتیا، بې‌وزلي ډېرېدو او سرپرست نه لرلو له امله اړ شوي چې په لارو او کوڅو کې لاسي توکي وپلوري.

معصومه چې د کابل ښار په یوه څنډه کې ماسک پلوري، وايي چې د کارموندلو لپاره یې د کابل ښاروالي ترڅنګ د بېلابېلو دفترونو ور ورټکولی، خو په وینا یې، چا یې غږ نه دی اورېدلی.

دا ښځې خپل مجبوریت داسې غږوي

نوموړې زیاتوي چې د ماسک پلورلو له لارې د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ ګټي چې دغه پیسې یې یوازې د اولادونو پر لومړنيو لګښتونو مصرفېږي.

هغې زیاته کړه: «له مجبوریته راغلې یم، د پنځو ډوډیو لپاره دلته ناسته یم. وچه ډوډۍ اخلم او اولادو ته مې وړم. سرپرست نه‌لرم. له ادارو غواړم چې ماسره مرسته وکړي، څو نورې سرک ته رانه‌شو. که همداوس ماته یوه دنده پیدا شي، که ۵۰۰۰ افغانۍ یې هم معاش وي، زه کار کوم. پاک‌کاري وي، ښاروالي ته څو ځله لاړم، زه یې ونه ګومارلم.»

نور ولولئ: یوناما وايي د طالبانو لخوا په میرمنو د کار کولو بندیز غندو خو افغانستان کې د پاتې کیدو ژمنه کوو

په دې اړه لیلما وايي: «کور کې کارګر نه لرم، اړ یم چې اوبه وپلورم. له یوه بوتله اوبه دوه افغانۍ ګټم، درې میاشتې کېږي چې د کور کرایه مې نه ده ورکړې، دوه کاله کېږي چې اوبه پلورم. یو ماشوم مې له لوږې پر خوارځواکۍ اخته شوی. مرسته راسره نه ده شوې. سرپرست نه‌لرم، له سهاره تر ماښامه کېنم، څوک اوبه هم راڅخه نه اخلي.»

په دې اړه د ښځو د حقوقو فعالانو نظر

د لاسي توکو یادې پلورونکې له حکومته غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي. په همدې حال کې د ښځو حقونو یو‌شمېر فعالانې وايي چې حکومت یادو ښځو ته د کاري فرصتونو برابرولو سره کولای شي چې له ښاره د دوی د شمېر زیاتېدو مخه ونیسي.

د ښځو حقونو فعاله حسنا رووفي وویل: «یوه لاره چې حکومت کولای شي، د لاسي توکو ښځینه پلورونکو مخه ونیسي، همدا ده چې دوی ته کاري زمینه برابره کړي. که د کار زمینه برابره شي، نه به مېرمنې او نه به هم ماشومان پر سرکونو لاسي توکي وپلوري.» د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزی وايي چې د کابینې پرېکړې له مخې، دوی د لاسي توکو پلورونکو د منظمولو لپاره عمل کړی دی.

هغه وویل: «کابل ښاروالي دې برخه کې خپل فعالیت کړی، موږ ته جنسیت مطرحه نه دی، موږ ټولو لاسي توکو پلورونکو سره د نظم برخه کې قانوني عمل کړی. کابل ښار باید منظم ښار وي او ښاروالي د کابینې پرېکړې له مخې، د لاسي توکو منظمولو لپاره لازم اقدامات کړي دي.»

که څه هم هېواد کې اړمنو سره د لاس نیولو لپاره ګڼ‌شمېر نړیوالو بنسټونو مرستې کړي، خو د کابل پر سړکونو د لاسي توکو ښځینه پلورونکو شمېر زیاتوالی دا ښيي چې لاهم افغانان د بې‌وزلۍ په څپو کې ایسار او مرستو ته اړمن دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button