ځایینړیوال خبرونه

کابل کې د ناروې سفیر: د طالبانو رژيم باید په رسمیت وپېژندل شي

کابل کې د ناورې سفیر د طالبانو د رژیم پر رسمیت پېژندلو ټینګار وکړ او د افغانستان په رسمیت نه پېژندل یې د نړیوالو په زیان وبلل

ده زیاته کړه، چې د افغانستان په رسمیت نه پېژندل، نه د نړیوالو په ګټه ده او نه هم د طالبانو.

ذبیح الله مجاهد وايي، د ناروې سفارت چارسمبالي ټينګار وکړ چې د افغانستان په رسمیت نه پیژندل د هیڅ لوري په ګټه نه دي.

د طالبانو له مخالفینو ملاتړ نه کول

دغه سفارت ویلي، ناورې به هېڅکله د طالبانو له مخالفینو ملاتړ ونه کړي. سفیر وویل، په افغانستان کې نور باید تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

taliban (3)
کابل کې د ناروې سفیر: د طالبانو رژيم باید په رسمیت وپېژندل شي

ناروې هم تر اوسه د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په کابل کې د ناروې سفارت چارسمبالي د ريیس الوزراء له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، دا چې تر اوسه نړۍ افغانستان په رسمیت نه دی پیژندلی، دا د دواړو په ګټه نه ده.

نور ولولئ: طالبان په کابل کې فعال سفارتونه د رسمیت پېژندنې په مانا بولي

نور ولولئ: حقاني: امریکا ځکه زموږ حکومت په رسمیت نه پېژني چې له افغانستان مو په زور ایستلې

نور ولولئ: مولوي کبیر: که نړۍ مو په رسمیت نه پېژني، بیا هم ۳۸ هېوادونو کې سیاسي استازولۍ لرو

په دې کتنه کې د ناروې سفارت چارسمبالي په ډاګه ویلي، هېواد یې د طالبانو رژیم له مخالفینو ملاتړ نه کوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې تړاو وايي: افغانستان په دې نیت دی چې له ټولو هېوادونو سره ښې ډيپلوماټيکې اړیکې جوړې کړي. د ناروې سفیر هم دا و ویل چې د افغانستان په رسمیت نه پیژندل د هیڅ لوري په ګټه نه دي او دا ستونزه باید ډيره ژر حل شي.

taliban (4)
کابل کې د ناروې سفیر: د طالبانو رژيم باید په رسمیت وپېژندل شي

د نجونو زده کړو ته پر اجازې ورکولو ټینګار

د ريیس الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې ویلي، د ځينو لورو لخوا چې کله ناکله د امنیتي پېښو مسوولیت پر طالبانو وراچول کیږي، له افغانستان سره هيڅ تړاو نه لري او په وینا یې دغه هېوادونه باید خپل کورني مسايل حل او خپل امنیت وساتي.

له بل لوري په کابل کې د ناروې سفیر همداراز ویلي، د طالبانو له ځینو چارواکو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ له مسوولینو سره په جلا جلا کتنو کې د نجونو پر مخ د پاتې ښوونځيو او همداراز پوهنتونونو پر پرانېستنې ټینګار شوی دی.

سره له دې چې نړیوال سازمانونه، په افغانستان کې سیاسي استازولۍ، افغان شخصیتونه او ملت له طالبانو غوښتي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، خو طالبانو شاوخوا د ۹۰۰ ورځو په تېرېدو لاهم نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړي او نه یې هم ملت ته په دې اړه واضح دریځ په ډاګه کړی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button