تجارت خبرونهنړیوال خبرونه

کابل کې ېوې نجلی په شخصي مصرف رسټورانټ جوړ کړی

کابل کې ېوې نجلی په شخصي مصرف رسټورانټ جوړ کړیکابل کې د بنفش ابراهیمي په نوم تعلیم یافته پېغلې په خپل شخصي لګښت او خپلو مټو د رسټورانټ بنسټ کېښود.هغه د ژورنالېزم له پوهنځي فارغه ده او په یو شمېر رسنیو کې یې ژورنالیستیک فعالیتونه هم لرل.

اغلې ابراهیمي وایي اوس مهال چې جونې او مېرمنې هر ځای کار کوي شخصي ادارې ترې بېلا بېلې تقاضاوې او غوښتنې کوي او له دې کبله په ادارو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي او شخصي کاروبار ته یې تر جیح ورکړه. نوموړي د خپل شخصي رسټورانټ په اړه رسنیو سره خبرو کې وویل“له ډېر وخته مې خوښېدل یو شخصي کاروبار را منځته کړم او له ما سره نورې جوني هم په کې بوختې شي، نو له ډېرو وړو کارونو مې پیل وکړ، یو کانتینر مې واخیست، کار او مصرف مې پرې وکړ او د آسایش په نوم مې یو کوچنی رسټورانټ را منځته کړ،

زموږ کار تر ډېره انلاین دی او په انلاین توګه خلکو ته خواړه وروړو، خو بیا مې هم په رسټورانټ کې مېزونه او چوکۍ کېښودل په ځانګړې توګه نجونو ته چې وکولی شي رسټورانټ ته هم راشي او انشاءالله خپل رسټورانټ به نور هم لویوم او د ښو خدماتو وړاندې کولو لپاره پوره پوره کوشش کوم. نوموړې وایي له دې یې موخه نورو جونو او مېرمنو ته هم د کاري فرصت را منځته کول دي او په نږدې راتلونکې کې رسټورانټ لپاره د پخلي، خوړو رسونې او نورو برخو کې ښځینه کارکوونکي ګمارم، چې لږ تر لږه وکولی شي د خپل ژوند اړتیاوې خپله پوره کړي.

نوموړې همداراز وايي هغه ښځې او جونې چې د نارینه او ښځینو ګډ رسټورانټ ته د تللو اجازه نه لري یا یې نه غواوي ولاړې شي، د دوی رسټورانټ یوازې د ښځو لپاره ځانګړی دی او کولی شي ته په ډاډه زړه ورشي،بنفش ابراهیمي په نورو پېغلو غږ کوي چې د دې په څېر کولی شي،کاروبار وکړي او خپل شخصي لګښتونه پوره کړي .

هغه وايي نجونې کولی شي په کمو امکاناتو وړوکی کاروبار رامنځته او لوی کړي، څو د بل لاس ته کېنني او د ژوند اړتیاوې خپله پوره کړي، په دې توګه به نورو ښځو ته هم د کاروبار یو الګو وي او افغان ښځو ته به د کاري فرصت رامنځته کولو کې ګټه او فایده وشي هغه همداراز وايي چې کله یو هېواد کې پانګونه خلک وکړي دې سره د هېواد اقتصاد هم پیاوړی کیږي.

دا مهال په کابل کې د ښځینوو لپاره ځانګړي رسټورانټونه ډېر کم تر سترګو کیږي او دا ځانګړي رسټورانټونه هم د بېلا بېلو جونو او مېرمنو له لوري را منځته شوي دي. چې کارکوونکي یې ټولې مېرمنې دي او یوازې د مېرمنو لپاره خدمات ارایه کوي.هر ورځ په لسګونه مېرمنې دغې رسټورانټ نه مستفید کيږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button