نړیوال خبرونه

کابینې د1400 مالي کال بودیجې د دویمې مسودې طرحه تصویب کړه

کابینې د 1400 مالي کال بودیجې د دویمې مسودې طرحه تصویب کړه دافغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، د کابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې جوړه شوه.

د جلسې په پیل کې جمهوررئیس غني د عامه ساتنې ملي تصدۍ عمومي ریاست د ویاند ضیا ودان پر موټر تروریستي برید د غندلو پر مهال د شهیدانو کورنیو، د کورنیو چارو وزارت منسوبینو او د هیواد رسنیو ټولنې ته یو ځل بیا د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل.وروسته د هیواد جمهوررئیس د کابل پوهنتون او ۴۶ نورو پوهنتونونو له استاذانو او محصلینو سره د سولې اعمار د څرنګوالي په هکله چې د افغانستان د انکشاف او سولې ملي چوکاټ دویم سند (ANPDF II) له عمده موخو څخه ده د بحث او نظریاتو د تبادلې او سولې دویم پړاو مذاکراتو د ښه ترسره کېدو په موخه د ملي مذاکراتو پر ایجاد د تمرکز په اړه معلومات ورکړل.

دې نه بعد د کابینې له غړو اووالیانو وغوښتل شول چې د سولې بهیر په اړه د ملي افکارو د انسجام او بسیج او د ملي وجیبې او دسپلین په توګه په دقیق ډول د نظریاتو د توحید او تاریخي او نړیوال فکر د ایجاد لپاره هڅې وکړي.ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته د خپل وروستي سفر په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال، ټولې مربوطه ادارې له اړوندو ولایتي رئیسانو سره د همغږۍ د پیاوړتیا، پر ولسوالیو، کلیو او ښاروالیو د تمرکز، ولایتونو سره د غوره همغږۍ په موخه د واضح کړنلارې ترتیبولو او د مرکز او ولایتونو د اړیکو د اسانتیا پر څرنګوالي موظفې کړې.

مالیې وزیر د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې دویمه مسوده غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، د ۱۳۹۹ مالي کال په لړ کې د اختیاري مرستو تمویلوونکو ټول شرایط بشپړ شوي، په عادي بودجه کې ۱۲ سلنه سپما شوې او همدارنګه انکشافي بودجه د کرونا د ستونزو باوجود ۸۶ سلنه مصرف شوې ده.

کابینې د1400 مالي کال بودجې د دویمې مسودې طرحه تصویب کړه
کابینې د1400 مالي کال بودجې د دویمې مسودې طرحه تصویب کړه

همداراز د ماليې وزارت معین کابینې ته د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې دویمې مسودې وړاندې کولو موخه د ځینو اړتیاو موندل په ګوته کړل چې مخکې یې وړاندوینه نه وه شوې. نوموړي زیاته کړه، د دغو اړتیاو په پام کې نیولو سره په بودجه کې زیاتوالی او کموالی راغلی چې له امله یې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجه کې هم زیاتوالی او تغییر راغلی او دا کار د کابینې بیاځلې منظوري ایجابوي.او باید د هيواد ټولې ادارې ورته درناوی وکړي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button